اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) پخوانو سفارتكارو د وزيراعظم عمران خان لخوا د متحده عرب اماراتو دوره مهمه ګرځولو سره وئيلي دي چې پاكستان او متحده عراب امارات د دوستې او ورورولې تاريخي اړيكې لري٬ د وزيراعظم عمران خان دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې وده وكړي۔ پخوانې سفارتكارې فوزيه نسرين ووئيل چې متحده عرب امارات په صنعتي ځايونو جوړولو كښې پاكستان سره مرسته كولې شي۔ هغې ووئيل چې د پاكستان او متحده عرب اماراتو اړيكې په ستراتېژيكي شركت كښې د بدلولو پراخا موقعې موجود دي۔ هغې ووئيل چې حده عرب امارات هم د سعودي او چين په شان اقتصادي اهميت لرونكې هېواد دے۔ پخواني سفير مشتاق احمد مهر ووئيل چې د وزيراعظم د يو اے اي دوره ډېره مهمه ده٬ دې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او سرمايه كاري وده وكړي۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې د سرمايه كارې ډېر موقعې دي او حكومت د ترغيباتو د لارې بهرنې سرمايه كاري راوړې شي۔ ده ووئيل چې دبئي او كراچي د منطقې مهم تجارتي مركزونه دي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د يو اے اي لخوا به پاكستان ته ښه اقتصادي پېكج وركړے شي۔
متعلقہ مضامین
-
Sindh reports 1062 coronavirus cases in 24 hours, five deaths
-
Sindh reports 1062 coronavirus cases in 24 hours, five deaths
-
PMD forecast light to moderate rain with thunderstorm in parts of the country
-
Shahzad Waseem thanks allies for supporting in SBP Bill’s passage
-
Maritime Affairs minister calls on FM
-
Accounts of all political parties must be scrutinized as per SC decision: Farrukh
-
Pakistan to host 10th Commonwealth Youth Ministerial Conference: Usman Dar
-
PM to undertake one day visit to Bahawalpur
-
ECP hears foreign funding case
-
13 filling stations sealed for profiteering
-
Nawaz ridicules judicial system by submitting another ‘bogus’ medical report in court: Fawad
-
Progress on tree plantation campaign in Nawabshah reviewed