اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاکټر نورالحق قادري وئيلي دي وزیر اعظم عمران خان د هېواد ټولنه علم دوسته جوړول غواړي٬ حكومت وزيراعظم هاٶس يو پوهنتون ليدل غواړي٬ كوم ئې چې د علم دوستۍ ثبوت دے۔ قدرت اسلامي نړۍ له ډېر وسائل وركړي۔ وفاقي وزير دا خبرې نمل پوهنتون اسلام آباد كښې ” په حاضر وخت كښې اسلامي ټولنو ته پېښ فكري او اخلاقي مسئلې او په اسلامي تناظر كښې د دغې حل” په سر خط څلورم 2 ورځني نړيوال كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ډاکټر نورالحق قادري ووئيل د كنفرنس موضوع دومره پراخه او ضخيمه ده چې احاطه ئې كول ګرانه ده۔ وزیر اعظم عمران خان د اسلامي جذبې له مخې پاكستان كښې مېشته افغان وګړو او بنګاليانو ته د حقونو وركولو خبره كړې ده ۔ ده ووئيل قدرت اسلامي نړۍ له ډېر وسائل وركړي او د دې باوجود ګڼ شمېر مسئلو سره مخ ده او د دې مسئلو نه بهر كېدو لپاره به مونږ له د خپلو پېغمبرانو پېروي كول وي ځكه چې تر څو مونږ خپلې د هدايت چينې سره مراجعه ونه كړو جهالت به زمونږ مقدر وي۔ په دې موقع د نمل پوهنتون رېكټر مېجر جنرال (ر) ضیاء الدین نجم هم وېنا وكړه ۔ په كنفرنس كښې د اسلامك پوهنتون پخواني رېكټر معصوم ياسين زئۍ او د فېكلټي پشمول په لويه شمېره زده كوٶنكو ګډون وكړو
متعلقہ مضامین
-
FO condemns Rajnath’s remarks about Pakistan
-
Soldier martyred in terrorists attack near Iran border
-
Soldier martyred in terrorists attack near Iran border
-
Seminary teacher arrested for torturing student
-
PM directs to hold debate on Sialkot lynching case in parliament
-
Lahore tops the list of most polluted cities
-
Junaid Safdar sings ‘Tenu Samjhawan Kee‘, leaves fans in awe
-
Shah Mehmood Qureshi asked the world to help Afghan people
-
Pakistan has made strategic pivot from geo-politics to geo-economics: FM Qureshi
-
Head of Trade Development Authority Arif Khan steps down
-
Pakistan gears up preparations to host OIC FM’s moot
-
LHC directs PEMRA to initiate smog awareness campaign