اسلام آباد ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ايران خپل همڅنګ جواد ظريف سره ټېلي فوني تماس نيولې دے۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ياده شوې پېښه د ټېلي فوني تماس په مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د ايران د پوله ايزو ساتندويو تښتولو پېښه د پاكستان او ايران د شريكو دښمنانانو كار دے ٬ څوك چې د دواړو هېوادونو نزدې اړيكې نشي ليدلې ٬ پاكستان او ايران د امن او د دوستۍ شريكه پوله لري كومه چې به په هر صورت د دې جذبې له مخې په ځائ ساتلې شي۔ وياند له مخې خارجه وزير د ايران خپل همڅنګ ته د بې دركه ايران ګارډز لټون لپاره د ايران ملټري او استخباراتي مرستې په اړه د قانون نافذ كوونكو پاكستانو اېجنسو د فعاله هلو ځلو په اړه ووئېل ۔ د خبرو اترو په مهال دا خبره واضحه كړې شوه چې د داوړو هېوادونو ډائرېكټر جنرلز (ملټري آپرېشنز) سرچ اېنډ رېسكيو هلو ځلو كښې مرستې لپاره د هاټ لائن د لارې نزدې رابطه لري او فضائي نګراني هم روانه ده او په پوله ايزو سيمو كښې پوځ هم په ځائ كړې شوې ۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل دا ډول پېښې د شريك دښمن كار دے څوك چې د دواړو هېوادونو نزدې ملګرتيا نشي ليدلې
متعلقہ مضامین
-
Covid positivity rate in Pakistan still above 10%
-
Kashmiris mark Indian Republic Day as Black Day
-
Covid positivity rate in Pakistan still above 10%
-
India a terrorist country: Mashal
-
India a terrorist country: Mashal
-
National Metrological Institute Bill 2022 passed
-
Pakistan economy showing upward trends despite Covid-19: Farrukh
-
PTDC Motels closed in Swat since 2019 Adnan Bacha
-
Security forces kill terrorist; recover weapons in North Waziristan
-
PTDC Motels closed in Swat since 2019 Adnan Bacha
-
Tarin hints at no decline in prices, for now
-
Opposition parties not on the same page: governor