اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د ټاكنو كميسون د كال 2018م په ټول ټاكنو كښې د قامي او صوبائي اسمبلو د كاميابو شوو كانديدانو نوټيفيكشن جاري كړې دې۔د تحريك انصاف مشر عمران خان د قامي اسمبلۍ د څلورو حلقو٬ د سردار اياز صادق او د پروېز خټك د كاميابۍ نوټيفيكېشن جاري كېدو سره د پولنګ په ورځ د ضابطه اخلاق د خلاف ورزۍ پريكړې سره مشروط كړې شوې۔د اېن اے 131 نوټيفيكېشن د لاهور هائي كورټ د پريكړې په رڼا كښې اسار كړې شوې۔د صوبائي اسمبلو د 34 حلقو نوټيفيكېشن په عدالتونو كښې د كيسونو اوريدنې يا د ټاكنو ځنډېدو له امله جاري نه كړې شو۔د نهې پھ ورځ د ټاكنو د كميسون لخوا د قامي او صوبائي اسمبلۍ د كاميابو شوو كانديدانو نوټيفيكېشن جاري كړې شو۔د قامي اسمبلۍ د حلقه اېن اے 53 اسلام آباد٬ اېن اے 35 بنو٬اېن 95 ميانوالي٬اېن اے 243 كراچۍ څخه د تحريك انصاف مشر عمران خان د كاميابۍ نوټيفيكېشن جاري كړې شو خو دا د ضابطه اخلاق د خلاف ورزۍ د كيس حتمي پريكړې سره مشروط كړې شوې۔د اېن اے 129 لاهور څخه د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د كاميابۍ نوټيفيكشن جاري كېدو سره دا د ضابطه اخلاق خلاف ورزۍ د حتمي پريكړې سره مشروط كړې شوې۔د اېن اے 25 نوښار څخه د كامياب شوي كانديد پروېز خټك نوټيفيكېشن د ټاكنو كميسون لخوا د ضابطه اخلاق خلاف ورزۍ كيس د حتمي پريكړې سره مشروط كړې شوې۔د اېن اے 131 لاهور څخه د كاميابۍ نوټيفيكېشن د لاهور هائي كورټ د پريكړې په رڼا كښې اسار كړې شوې ۔د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 60 پېنډۍ او 103 فېصل آباد كښې د ټاكنو ځنډېدو له امله نوټيفكېشن ونه كړې شو۔د اېن اے 90 سرګودها نوټيفيكېشن د لاهور هائي كورټ د اېن اے 91 سرګودها٬ اېن اے 108 فېصل آباد٬اېن اے 112 ټوبه ټېكسنګ٬اېن اے 140 قصور نوټيفكېشن د لاهور هائي كورټ پريكړې په رڼا كښې ودرولې شوې
متعلقہ مضامین
-
Overseas Pakistanis remit over US $ 2.4 billion through 250,000 RDAs
-
Hidden cameras found in school’s washroom
-
RUDA at Dubai Expo 2020: Future is Pakistan
-
IHC seeks report from chief commissioner in forced labor case
-
Khattak felicitates PMSA for inducting new vessel
-
South Punjab gets first DG water management
-
Those who ruined economy now shedding crocodile tears: Gill
-
Child Protection Bureau chief lays foundation stone for CPU in Kasur
-
Alvi calls for youth guidance to benefit from Kamyab Jawan Program
-
Pak, Chinese varsities cooperate for quality CPEC development
-
Senate clears bill allowing CM’s advisers to attend assembly sessions
-
Child Protection Bureau chief lays foundation stone for CPU in Kasur