اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) د دفاع وفاقی وزیر انجینئر خرم دستګیر خان د پولینډ د قامی دفاع وزير په بلنه پولینډ ته تللې دے ، وارسا ته په رسيدو د پولینډ اعلیٰ چارواكو او د پاكستان سفیر د دفاع وزیر خرم دستګیر هركلې وكړو۔ وارسا څخه ترلاسه شوې پیغام له مخې د دفاع وزير خرم دستګیر خان د پولش د دفاع وزارت ته په رسيدو د پولینډ د دفاع وزیر ماری سوز بلاسزیزك د هغه هركلې كړے۔ په دې مهال د دواړه هېوادونو قامی سرودونه وغږولې شول، د دفاع وزير خرم دستګیر خان ته د پولینډ د وسله والو ځواكونو ډلو ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ دواړه وزيرانو يو په يو او د پلاوي هم ملاقات كړے۔ د دواړه اړخه د پاكستان او پولینډ ترمينځه په موجوده دفاعی مرسته خبرې شوې۔ دوي د ملاقات په مهال د خپلو اړوندو سيمو كښې د سلامتیا په وضعه او په مهمو سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔ بلاسزیزك ووئيل پولینډ پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او دې اړيكو ته لا پراختيا وركولو له خوښې لري۔ انجینئر خرم دستګیر خان د پولینډ اعلیٰ چارواكي پاكستان كښې د اقتصادی پرمختګ ، جمهوری استحكام او ترهه ګرۍ مخنيوي له د لويو كامیابیو نه خبر كړل۔ د پولینډ د دفاع وزير ماری یوسز بلاسنریزك د خرم دستګیر د اړخه د پاكستان دورې بلنه هم قبوله كړه۔ انجینئر خرم دستګیر خان دې نه پس د نامعلومه سپاهیانو په اديره د ګلونو څادر وغوړولو او وارسا كښې د جوړ عجائب ګھر څارنه ئې وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Martyrs of All Saints Church terror attack remembered
-
Ehsaas Undergrad Scholarship portal to reopen on Sept 30
-
‘NHA making every effort to ensure safety of commuters on motorways’
-
Govt taking steps for promotion of sports in province: KP CM
-
Noor Muqaddam’s parents stage protest for justice
-
At UN, Erdogan urges settlement of Kashmir issue
-
At UN, Erdogan urges settlement of Kashmir issue
-
What made Tabish Gohar resign suddenly?
-
COAS Bajwa warns foes for any mischievous act
-
New Zealand team spooked by India
-
COAS Bajwa warns foes for any mischievous act
-
SC orders Sindh govt to compensate Nullah affectees within year