اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د ازبكستان اولس مشر په نګرانې كښې د كار كوونكي امنيتي كونسل سېكتر لېفټېننټ جنرال محمدوف وكټر ولادي مېرووچ په مشرې كښې د ازبكستان حكومتي پلاوي د شورو په ورځ په جي اېچ كيو كښې ملاقات وكړو۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې﴿ آئي اېس پي آر﴾ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د سلامتيا صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ پلاوي د ترهګرې په ضد جنګ او سيمه ايز استحكام لپاره د پاك پوځ د مخلصانه هڅو او قربانيو اعتراف او ستائنه وكړه۔ د ازبكستان پلاوي د تجارت٬ رابطه كارې٬ سلامتيا او د ځواكونو ترمېنځه د مرستې پشمول په ټولو څانګو كښې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو او مرستې د حقيقي استعداد څخه د استفاده كولو په ضرورت ټينګار وكړو۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د پلاوي په جذباتو د دوي مننه وكړه او سيمه ايزې مرستې٬ امن او استحكام لپاره په ټولو اقداماتو كښې ئې د پاكستان لخوا د بشپړه مرستې او ملاتړ باور وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
CM reviews progress on economic zones project
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
NAB to summon Maulana Fazl in assets beyond means inquiry