اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيري مريم اورنګزېب وئېلي دي د اهلیت او نااهلیت پرېكړه به د پاكستان اولس كوي٬ د نننۍ پرېكړې نه پس د محمد نواز شریف د سياست بل دور پېل شوې٬ وړومبې د وزيراعظۍ څخه نااهلي بيا د ګوند صدارت نه لري كول او د سېنېټ ټاكنو نه د منع كولو نه پس اوس تاحيات د نااهلۍ پرېكړه د اولس پرېكړې نشي بدلولې٬ ټاكلې شوې وزيراعظم وړومبې نااهل كولې شي او وروستو ئي ټرائل كېږي ٬ نن د سپريم كورټ د پرېكړې ټرائل په احتساب عدالت كښې روان دے٬ هم دې ډول پرېكړو څخه شهيد بهټو په سولۍ كړې شوې او بېظير بهټو شهيده كړې شوې وه ٬ نن يو ځل بيا د پاكستان په درېم ځل ټاكلې وزيراعظم تاحيات نااهله كړې شوې ٬ دا هم ھغه مسخره ده كومه چې د پاكستان 17 ټاكلې شوو وزيراعظمانو سره په بېلو دورونو كښې په بېلو طريقو كېدله ٬ دا ھغه پرېكړه ده كومه چې علي بابا او څلوېښتو غلو د نامكمله دستاويزاتو د لارې په جے آئي ټي راپور كښې كړې ٬ ھغه كس چا چې د هېواد آئين ردي كړې ٶ ھغه نن هم د هېواد نه بهر دے ٬ په آئين ماتولو يو ډول از خود نوټس نه دې اخستې شوې٬ چې څه ترلاسه نشي نو د نظريه ضرورت سهارا اخستلې شي خو دا مهال نظريه ضرورت به يوازې د پاكستان اولس كاروي او ھغه دے د ووټ له عزت وركړئ٬ پاکستان مسلم لیګ (ن) او په خاص توګه محمد نوازشریف تل د عدليې عزت او د وقار ٬ پاكستان كښې د آئين او قانون د سرلوړۍ خبره كړې ٬ پرېكړه او په پرېكړې غبرګون د پاكستاني اولس او نوازشریف حق دے٬ د پاکستان آئینی ادارې مونږ ټولو لپاره د عزت وړ دي ٬ مونږ ټولو له د پاكستان د آئيني ادارو عزت كول پكار دي۔دې د جمعې پھ ورځ د سپريم كورټ نه بهر خبريالانو سره خبرې كولې۔مريم اورنګزېب ووئيل د نواز شريف په حقله يوه بله پريكړه اولس اوري داسې پريكړه په 1999 كښې طياره كيس كښې هم رامخې ته شوې وه
متعلقہ مضامین
-
Naheed Durrani being tipped as new Sindh chief secretary
-
Qatari emir, Saudi crown prince, UAE NSA hold ‘brotherly meeting’
-
Pakistan capable to host international cricket, security arrangements: Faisal Javed
-
BOP, PSPA launch Masawaat Programme for transgenders
-
Over 1,000 posts lying vacant in housing ministry
-
ECP being ‘blackmailed’ on PM’s orders: PML-N
-
Saudi envoy inaugurates head office of Nova Group
-
PM concerned over unrealised climate finance pledges by rich countries
-
NCOC lifts additional NPIs in six high risk districts amid disease decline
-
British govt supported England tour to Pakistan: envoy
-
Dengue outbreak: Peshawar reports 213 cases in a day
-
Those against EVM take advantage from corrupt governing system: PM Khan