اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ غړو وئيلي دي هند په شخړيز كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي ٬ كشمير يو شخړيزه سيمه ده ٬ كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو نه غېر منطقه كښې امن نه شي راتللې ٬ په اروپائي ائتلاف هېوادونو او امريكا كښې كشمير سېل جوړولو سره د كشمير كشاله رامخې ته كول پكار دي ٬ نړيوال ضمير راويخولو لپاره حكومت دې د كشمير كشالې لپاره خاص نمائندګان وټاكي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال شوې۔ د غونډې په مهال سناتور عطاء الرحمان په كشميري اولس د هند د ظلم او جبر غندنه كړې۔ ده ووئيل د افغانستان په قندوز سيمه كښې هم د مدرسې په ماشومانو بمباري شوې۔ ده ووئيل د امريكې په ضد هم د غندنې يو قرارداد ايوان ته وړاندې كول پكار دې چا چې د ظلم ٬ بربريت او ترهګرۍ د لارې د بې ګناه ماشومانو په قندوز كښې وينه بهيولې۔ سناتور سراج الحق د كشمير كشالې هواري نه غېر منطقه كښې امن نه شي راتللې ٬ بايد ملګري ملتونه خپل قراردادونه عملي كړي۔ سناتور رانا مقبول ووئيل شخړيز كشمير كښې د هند د ظلم او جبر په نړۍ كښې مثال نه شي ترلاسه كېدې ۔ سسی پلیجو ووئيل د كشمير كشالي هواري لپاره نړيوال ضمير راويخولو ته اړتيا ده ۔سناتور رحمان ملك ووئيل هند د بې ګناه كشميريانو وينه بهيولې ده او مودي د مسلمانانو د قتل عام ذمه واري دے۔ سناتور مشتاق احمد خان ووئيل نړيواله ورورولي دي كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو لپاره په هند فشار واچوي۔ سناتورې ستارہ ایاز ووئيل د حكومت ذمه واري ده چې حكومت د كشمير كشالې لپاره خاص استازي وټاكي او په سفارتي كچه د دې كشالي هواري لپاره هم غږ پورته كړې۔ سناتور مشاهد حسېن سید ووئيل د كشمير معامله د ملي اتحاد نښه ده ٬ د برهان واني د شهادت نه پس په غونډو كښې تجويزونه او سفارشات مرتب شوې وٶ د ھغې په رڼا كښې مخ په وړاندې تګ پكار دے ۔ سناتورساجد میر ووئيل تېر حكومتونه په دې مسئله كښې انصاف ترلاسه كولو كښې پاتې راغلې٬ د كشميريانو څلورم كل د هند ظلم او جبر زغمي۔ سناتورت عبدالقیوم ووئيل كشمير يو شخړيزه سيمه ده٬ كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو نه غېر منطقه كښې امن نشي راتللې
متعلقہ مضامین
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
NAB granted 14-day physical remand of Shehbaz Sharif
-
Pakistan registers protest with Indian diplomat over ceasefire violation