اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي د كوچني اختر د خوشحالۍ په موقعه اسلامي نړۍ او پاكستاني اولس ته د اختر مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د پاك پروردګار شكر دے چې هغه مونږ ته د رمضان المبارك له بركتونو څخه د مستفيد كېدو موقعه راكړه۔ كوچنې اختر د رمضان المبارك حوالې سره د پاك پرورګار د رحمت او د شكر ورځ ده۔ ده ووئيل حقيقي اختر دا دې چې كم وسائل لرونكې طبقې ځان سره په خپلو خوشحالو كښې شريك كړې شي۔ د شورؤ په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د هېواد حفاظت او امنيت په ځايې كولو له د ځانونو قرباني وركوؤنكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل په شهيدانو وياړ لرؤ او دوئي به تل زمونږ په زړونو كښې ژوند كوي۔ ده ووئيل د اختر په موقعه د شهيدانو كورنۍ ياد ساتل زمونږ قومي ذمه واري ده۔ ده ووئيل په دې مباركه ورځ مونږ د پاكستان سلامتيا او امنيت لپاره لاس په دعا يؤ۔ ده ووئيل د اختر په موقعه د اولس امنيت ٬ تحفظ او خېر ښېګړه زمونږ ذمه وارۍ ده۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے د مقبوضه كشمير او فلسطين مظلوم مسلمانانو ته ظلم او جبر څخه خلاصې وركړي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan slams shameful treatment of Muslim protestors in India
-
President concerned over wildfire incidents
-
Over 500 vehicles gutted in fire in Karachi impoundment lot
-
Marghuzar settlements at risk as Swat forest fires rage on
-
In a first, Canada considers printing warning messages on separate cigarettes
-
Court extended interim bail of PTI’s leaders
-
Punjab Assembly ruckus: court grants interim bail to Fayyaz Chohan, Mussarat Cheema
-
Most of loans taken to pay for PML-N’s debt
-
Pakistan, China agree to jointly combat terrorism
-
SC to hear former judge Shaukat Aziz’s plea today
-
Moeen Ali set to make Test comeback for Pakistan tour
-
Experts push govt for quick work on achieving SDGs