اسلام آباد01 اپرېل(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او تركمانستان ترمينځه ټرانزټ ټريډ لوظ نامې ته زر حتمي شكل وركولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي چې په لوظ نامه به د لاس ليك څخه تجارت پراخا٬سيمه ايز روابط ته وده وركولو او په منطقه كښې اقتصادي هلو ځلو زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي۔د ايوان صدر پرېس ونك لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه په پاكستانك ښې د تركمانستان سفير عطا جان موولاموف سره په خبرو كښې كړی چا چې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات كړې۔سفير صدر مملكت ته په دوه ځل د صدر په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔په ملاقات كښې تاپي ګيس پائپ لائن زر بشپړېدو خواهش هم څرګندونه وكړه كوم څخه چې نه يوازې پاكستان معيشت ته سهارا ترلاسه شي بلكه د هېواد د توان ضروريات پوره كولو كښې هم مرسته ترلاسهش ي۔صدر مملكت د تركمانستان سفير هركلے كولو سره وئېلي دي چې پاكستان تركمانستان سره دوه اړخيزه اړيكې څو لسيزو پخوانۍ تاريخي٬مذهبي او كلتوري روابط له امله خاص اهميت وركوو او دوه اړخيزه اړيكې پراخا كولو لپاره د اعلٰی كچ تبادلو زياتول غواړو۔ده د پاكستان لخوا د تركمانستان سره شريكو ګټو مرسته لا زياتولو لپاره د كار كولو خواهش څرګندونه وكړه۔صدر مملكت وئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت موجوده حجم د دواړو هېوادونو شريكو ګټو لپاره د ښه جوړولو ضرورت دې۔صدر آصف علي زرداري ووئيل چې پاكستان تركمانستان سره د اعلٰی كچې تبادلو زياتولو خوښي لري او د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده تجارتي حجم زياتولو هم ضرورت دې۔سفير صدر مملكت ته د تركمانستان صدر سردار بردي محمدوف او د پخواني صدر ګربانګولي بردي محمدوف لخوا مباركي وركړه۔په دې موقع د تركمانستان سفير ووئيل چې پاك-ټرانزټ ټريډ لوظ نامه نه يوازې د دواړو دوست هېوادونو بلكې منطقې لپاره هم مهم دې۔ده ووئيل چې د لوظ نامې څخه به په منطقه كښې لويې ټرانزټ تجارتي هلې ځلې پیل شي۔صدر مملكت ملاقات په مهال د تركمانستان مشرتابه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او د مباركۍ په پیغام كښې مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Advance tax on cars above 1600cc doubled
-
KP govt employees welcome 15pc raise in salaries
-
Over Rs23b allocated for various ongoing news schemes in GB
-
Over Rs23b allocated for various ongoing news schemes in GB
-
Govt allocates Rs1.48b for nine petroleum sector projects
-
Traditional Medicine Alliance to help build Pak-China Health Corridor
-
Construction of dams major focus in forthcoming budget: Miftah
-
PTI’s Billion Tree Tsunami gets Rs4.5 billion less than last year’s
-
PM approves new transit visa policy for Afghan citizens: Sufi
-
PM approves new transit visa policy for Afghan citizens: Sufi
-
Rs. 3.27mln scholarship distributed among 111 minority students
-
Agriculture development govt’s top agenda: Miftah