اسلام آباد۔2فروري(اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې د ځوانانو ذهني صلاحيت زياتولو له به لوبو ته وده وركول وي ٬ لوبې د بېلا بېلو هېوادونو ترمېنځه د ت??ون ذريعه ده٬ د هېواد په هر سكول كښې دې د شطرنج په څير د لوبو آساني رامخې ته كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ سکولونو لپاره د پرائم منسټرز مائنډ سپورټس انيشي اېټيو پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم انوار الحق کاکړ بهر هېواد څخه د راغلے مېلمنو هركلے وكړو۔ وزيراعظم ووئيل شطرنج لوبه د ذهني صحت سره سره د نظم وضبط ښودلو سبب هم ګرځي چې ورسره د ژوند په هره څانګه كښې د وړاندې تللو لپاره د جهت په تعين كولو كښې مرسته ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل لوبه د بېلو هېوادونو ترمينځه د ت??ون ذريعه وي۔ ده ووئيل زه تاسو ته باور دركوم چې زه به سباؤن كښې هم د شطرنج لوبې ته وده وركولو له په زړه پورې هڅې كوم۔ ده ووئيل د هېواد په هر يو سكول كښې بايد د دې ډول لوبې آساني رامخې ته كړې شي۔ په دې موقعه دستورې ته خپل خطاب كښې د بېن الصوبائي رابطې نګران وفاقي وزير فواد احمد فواد ووئيل چې لوبو ته وده وركول صحت مندې ټولنې لپاره ??رو??ي دي٬ د كوچنيانو سباؤن لپاره د بېلو منصوبو په پېل كولو د وزيراعظم مننه كوم۔ ده ووئيل په موجوده دور كښې نړۍ بېلو چېلنجونو او مسئلو سره مخ ده۔ په تېر وخت كښې په پاكستان كښې د شطرنج نوموړي لوبغاړي ليدلې شي دي۔ ده ووئيل د دې اقدام له مخې به د مائنډ ګېمز آساني 10 زره سركاري سكولونو او په بل پړاؤ كښې ټولو سكولونو ته وركولې شي ٬ مونږ په دې لړ كښې نجي سكولونو ته هم بلنه وركوؤ دغسې چې د هېواد هر يو سكول ته د ګېمز دا لړۍ ورسولې شي۔ ده ووئيل په اولنۍ مياشت كښې به د اس??ام آباد 100 سكولونو ته دا آساني وركولې شي۔ ده د ارواښاد مير سلطان خان كاركردګۍ ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې كوم چې سرګودھې سره تعلق لرلو او د شطرنج يو نوموړے لوبغاړے وو چا چې په كال 1929،1931او 1932 كښې برټش شطرنج چېمئپن شپ ګټلې وو۔ د هغه د خذماتو په اعتراف كښې د انټرنېشنل چيس فيډريشن ??در آر کے ډي ويکوويف د هغه په ځايې نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ته ايوارډ وركړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د انټرنېشنل چيس فېډرېشن ??در آر کے ډي ويکوويف ووئيل د پاکستان 10زره سرکاري سکولونو 60 لکه كوچنيانو ته به د دې ګېم آساني وركولې شي۔ فېډرېشن ??ه د كوچنيانو تربيه كولو له د استاذانو تربيه او مرسته كوي۔ په دې موقعه د انټرنېشنل چيس فېډرېشن منېجنګ ډائرېکټر دانا ريزنينس اوزولا ، د اېشيئن چيس فېډرېشن ??در شېخ سلطان بن خليفه بن النهيان او د پاکستان چيس فېډرېشن ??در محمد حنيف قرېشي هم موجود وو.
متعلقہ مضامین
-
لاٹری سٹی قابل اعتماد ویب سائٹ
-
Four killed in firing incident
-
Crime rate increases dramatically; police unable to protect citizens
-
Death anniversary of legendary Ustad Sharif Khan observed
-
محجونگ روڈ انٹرٹینمنٹ - آپ کا تفریحی مقام
-
Buffalo Wins Entertainment App Ki Rasmi Website
-
گورنر آن لائن آفیشل گیم پلیٹ فارم کی ویب سائٹ اور اس کی خصوصیات
-
ای وی او آن لائن آفیشل ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
BSP کارڈ گیم: ایک قابل اعتماد اور تفریحی ویب سائٹ کا تعارف
-
چائنا ریسورسز اسپورٹس اینڈ انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ لنکس کی خدمات اور اثرات
-
کیسینو انٹیگریٹی بیٹنگ لنکس کی اہمیت اور جدید رجحانات
-
Wild Hell آفیشل ڈاؤن لوڈ لنک