دبئی۔2دسمبر(اے پی پی) پاکستان او مالدیپ د لوړې كچې مكالمې او په خاص توګه په اقتصادي ٬ تجارتي ٬ كلتوري او د سېلګرۍ په څانګو كښې د ګټورې همكارۍ په زياتولو موافقت كړې دې۔ دا خبره د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ او د جمهوريه مالديپ صدر ډاكټر محمد معيززو ترمينځه په دبئی كښې د كوپ 28 ګول مېز کنفرنس په موقعه د دوه اړخيزه ملاقات څخه وروستو په جاري كړې شوي بيان كښې وكړې شوه۔ دواړو لارښودو د پاكستان او مالديپ ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو او د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه د موجوده خېر سګالۍ څخه ګټه پورته كولو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د اعلی كچې مكالمه او خاص توګه په اقتصادي ٬ تجارتي ٬ كلتوري او د سېلګرۍ په څانګو كښې د ګټورې همكارۍ په زياتولو موافقت وكړو۔ دواړو لارښودو د موسمیاتی بدلون او کلائمېټ جسټس حوالې سره د نتيجې وړ پېشرفت په حاجت زور راوړو۔ دوئي د موسمياتي بدلونونو مخنيوي لپاره د دوه اړخيزه مكارۍ په زياتولو هم موافقت وكړو او د مېنګروز او نورو موسمياتي مزاحمتي اونو شجركارۍ په څانګه كښې د مهارت په ګډولو يۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د مالدیپ صدر ته د پاكستان لخوا مالديپ حكومت او اولس سره د بشپړه ملاتړ باور وركړو۔ وزیراعظم د سيمه ايزې مرستې دلارې په سوئيلي آسيا كښې امن او پرمختګ ته وده وركولو كښې خپله خوښي هم ښكاره كړه۔ د مالدیپ صدر د پاکستاني حكومت او اولس لخوا د نېكو جذبو په څرګندونه د وزيراعظم مننه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Govt committed to making Punjab narcotics-free: Dr Firdous
-
Education suffered too much loss due to pandemic: Shafqat
-
PIA issues travel advisory for visitors to Saudi Arabia
-
Development of backward areas top priority: Buzdar
-
Court orders interior ministry to complete inquiry against housing society
-
Court orders interior ministry to complete inquiry against housing society
-
Govt giving sanctity to vote in Senate polls through open balloting: Dar
-
Engaging with energetic students of foreign policy in Washington DC
-
Billions recovered from PML-N leaders, land mafia: PM’s aide
-
Billions recovered from PML-N leaders, land mafia: PM’s aide
-
Special PAF plane brings first tranche of COVID-19 vaccine
-
Pakistan receives 1st batch of Chinese COVID vaccine