اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د عوامي جمهوريه چين جوړېدو 74 مې او د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) او بېلټ اېنډ روډ (بي آر آئي) پیل كېدو 10 مه سالګره لمانځلو له د آل پاكستان چائنا فرېنډ شپ اېسوسي اېشن (اے پي سي اېف اے) په پاكستان كښې د عوامي جمهوريه چين سفارت په مرسته د نهې په ورځ په ځائي هوټل كښې پاک چین دوستی فېسټیول وكړو۔ کلچرل کونسلر او په پاكستان كښې د چائنا كلچرل سېنټر ډائرېكټر چانګ هی چھنګ ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې د اے پی سی اېف اے دې ډول مهمې دستورې په كولو او كلتور ته په وده وركوؤنكو هلو ځلو د پاكستان او چين دواړو هېوادونو ځوانانو د فن ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چين او پاكستان ښه ګاونډي هېوادونه دي۔ دواړه يو تاريخ لري۔ د چين آبادي د نړۍ تر ټولو زياته ده او پاكستان د نړۍ نزدې پنځم هېواد دے۔ ده هيله ولرله چې ځوانان به خواري كولو سره زده كړې ترلاسه كړي او پاكستان به زيات نه زيات پرمختګ وكړي او دوي به د پاكستان ملګرتيا عظيم سفير ثابت شي۔ ده ووئيل په تېرو 74 كلونو كښی چين د کمیونسټ پارټی آف چائنا (سي پي سي) په مشرۍ كښې تاريخي بدلونونه وليدل٬ چين بې وزلي ختمه كړه٬ د نړۍ تر ټولو لويې د زده كړو ٬ سماجي تحفظ او روغتيا نظام يۍ جوړ كړو۔ په دې مهال يو چيني استاذ كتونكو سره د چينۍ ژبې كلاس واخست په كوم كښې چې ده كتونكو ته دوستۍ لپاره كارېدونكي ټكي او جملې اوښودلې
متعلقہ مضامین
-
IIOJK transporters to launch hunger strike
-
Punjab Police follows zero tolerance policy for abuse against women and children
-
Six Pak Army troops martyred in Congo helicopter crash
-
Absconding PPP MNA ha snot arrived Islamabad from Dubai
-
US rejects any involvement in no-confidence movement
-
World famous archeological site attracts huge influx of foreigners
-
Code of conduct violation: ECP gives PM 10 days to file reply
-
Prevailing dry spell may cause water stress on reservoirs, crops: Met office
-
Ramadan moon likely to be sighted on April 2: PMD
-
Establishment gave me ‘three options’: Imran
-
Don’t seek face saving or backdoor exit now
-
105 companies participate in UET ‘Career Fair 2022′