اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير انيق احمد وئيلي دي كفر يو ملت جوړ شوے دے مونږ به د يو امت په شكل كښې كله رامخې ته كېږو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د جماعت اهل حرم تر اهتمام لاندې “اتحاد امت او مسئله فلسطین” کنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزیر ووئيل د قرآن له مخې د ايمان خاوندان به غالب وي خو شرط دا دے چې مومن وي۔ كومه خبره چې قرآن كړې هغه پخه خبره ده۔ قرآن وائي چې كوم كسان د رب په زمكه د رب نظام نه نافذ كوي هغه ظالم ٬ فاسق او كافر دي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې كوم لارښود فلسطين ته نه دے رسېدلے او بل اړخ ته امريكائي او برطانوي حكومتي مشران اسرائيل ته ورسېدل او اسرائيل ته د خپل اړه د بشپړه ملاتړ باور وركړو۔ ده ووئيل اروپائي ائتلاف فلسطين ته د مرستې فوري بندولو حكم جاري كړو۔ آيا غزه څخه وروستو به اسرائيل د جارحيت نښه بل كوم رياست جوړوي؟ ده ووئيل نبي علېه السلام فرمائيلي چې د ظالم لاس دې ونيولې شي او د مظلوم دې مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل په غزه كښې 7 روغتونونه بند كړې شوي دي په پاتې روغتونونو كښې بنيادي سهولتونه نشته۔ ده غوښتنه وكړه چې اسلامي هېوادونه دې د اسرائيل الوتكو له د خپلې فضا كارولو اجازه نه وركوي۔ د اسلامي مرستې تنظيم دې يوازې د غندنې په قراردادونو اكتفا نه كوي بلكې يوه ګډه تګلاره دې اعلان كړي۔ كنفرنس ته مفتی ګلزار احمد نعیمی ،مولانا ډاکټر شیر محمد سیالوی، مولانا کاشف ګلزار نعیمی، محترمې عائشه سید، محترمې زبیدہ خاتون، پیر سید سعادت علی شاہ او علامه شبیر میثمی هم خطاب وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
ECP issues schedule for Islamabad mayor’s election
-
KP to recruit 1,900 lecturers on merit: Bangash
-
ECP issues schedule for Islamabad mayor’s election
-
PDM endangering people’s lives by holding rallies: CM Buzdar
-
Pakistan rejects India’s misleading assertions in Jadhav’s case
-
Islamabad, Dhaka agree to strengthen ties, exchange good wishes
-
Islamabad, Dhaka agree to strengthen ties, exchange good wishes
-
Shalamar Medical & Dental College organizes 6th Convocation Ceremony
-
28 years after razing of Babri Mosque, persecution of Muslims continues in India
-
CNC visits Turkish Naval Shipyards
-
Shalamar Medical & Dental College organizes 6th Convocation Ceremony
-
‘Youm-e-Dua’ observed on call of govt and Ulemas to get rid of Coronavirus pandemic