پېنډۍ 17 مئي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير په دې خبره زور رواړے چې په دې وروستيو كښې د يوې منظمې منصوبې له مخې د رامخې ته شوې ناوړه پېښې به بيا په هېڅ صورت اجازه ورنه كړې شي، د مئي د 9مې نيټې په توره ورځ د قام توهين كوٶنكي ټول ذمه وار به په هر صورت انصاف سره مخ كولے شي ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د سيالکوټ ګېرېژن دورہ په موقع خپلې وېنا كښې كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر په دې موقع په ګېرېِژن كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر غوړولو سره شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې د قام وياړ او عزت لپاره خپل ځانونه قربان كړي۔ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير ووئيل شهيدان زمونږ د سر تاجونه دي چا سره چې په آخرت كښې د اعلې مقام لوظ شوے٬ د پاكستاني اولس په زړونو كښې به د شهيدانو عظيم مقام تل قائم وي٬ ده ووئېل رياستِ او وسله وال ځواكونه ټول شهيدان او د دوي كورنۍ عمر له مقدم ساتي او په مستقل توګه د دوي عظيمو قربانيو ته په ډېر عزت او درناوي سره ګورو۔ سرلښكر ووئيل چا ته به د شهيدانو او د دوي د يادګارونو د بې حرمتۍ هرګز اجازه ورنه كړې شي٬ ده ووئېل شهيدان د وسله والو ځواكونو، د قانون نافذ کوٶنكو ادارو ٬ سركاري اهلكارو او د پاكستان اولس لپاره د حوصلې او د وياړ سبب دي۔ ده د رېنك اېنډ فائل په وړاندې د دې عزم بيا څرګندونه وكړه چې د مئي د 9مې نيټې په توره ورځ د قام توهين كوٶنكي ټول ذمه وار به په هر صورت انصاف سره مخ كولې شي۔ د پوځ سرلښكر د ماتحت فارميشنز د محنت، مينې، لوړو حوصلو او د پېشه وره پوهې ستائنه وكړه۔ افسرانو او ځوانانو سره د خبرو په مهال سرلښكر د پوځ د وظيفائي پوهې٬ د كورني او بهرنو چېلنجونو پشمول د پروپېګنډه وار فئېر مخنيوي لپاره د هر ډول چمتوالي پلو په پام لرنه زور رواړو۔ د سرلښكر په رسېدو د ګوجرانواله كور كمانډر د دوي هركلے وكړو
متعلقہ مضامین
-
Hekmatyar hopes US won’t commit Soviet mistakes in Afghanistan
-
Govt fixes wheat production target at 26.78m tons
-
NCOC warns of ‘lockdown’ if violation of SOPs continues
-
India conspiring to weaken neighbors including Pakistan: AJK president
-
NAB Lahore holds declamation contest in Gujranwala
-
2,340 graduates get degrees at UMT’s 19th convocation
-
Imran calls Bhutanese PM, discusses tourism cooperation
-
Pakistan warns India any misadventure in GB, AJK to meet ‘full spectrum response’
-
Pakistan warns India any misadventure in GB, AJK to meet ‘full spectrum response’
-
Bomb found
-
More than 1.6m people to get jobs through soft loan schemes, says CM
-
Two terrorists arrested