اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزارت او د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ خاص اقدام-د پاكستان انفارمېشن سينټرز تر سيوري لاندې كراچۍ څخه تر ګلګت بلتستان د ټول هېواد خبريالانو لپاره د تربيتي وركشاپس آغاز كړے دے۔د نهې په ورځ د جاري اعلاميې له مخې په وفاقي پايه تخت اسلام آباد٬لاهور٬كوئټه٬پېښور٬ كراچي٬ مظفر آباد او ګلګت بلتستان كښې د 20 څخه زيات تربيتي وركشاپس به كولې شي چې پكښې به 1500 ته نزدې د پرنټ٬اليكټرانك او سوشل مېډيا سره تعلق لرونكي نو آموز او مډكيريئر خبريالانو ته په صحافت كښې د جديد رجحانات او رامخې ته شوو چېلنجونو په اړه په مختلف موضوعات تربيه وركولې شي۔د پاكستان انفارمېشن سينټر قيام مقصد د هېواد ټولو خبريالانو ته جديد پیشه وره تربيه وركول دي۔د دې څخه وړاندې جون 2022 كښې د پاكستان انفارمېشن سينټر لخوا په بېلو موضوعاتو په ټول هېواد كښې 16 تربيتي وركشاپس شوي وو چې پكښې د 700 څخه زياتو خبريالانو ته تربيه وركړی شوې۔صحافتي حلقو په خاص توګه پاكستان فېډرل يونين آف جرنلسټس او د نورو صحافتي تنظيمونو لخوا هم د اطلاعات او خپرونو وزارت دا اقدام ستائېلے شوے ۔ دې تربيتي وركشاپس كولو لړۍ نه يواځې صوبائي سر ښارونو بلكې د هېواد په نورو سيمو په خاص توګه دننه بلوچستان٬سندھ٬خېبرپښتونخوا او د پنجاب تر لرې پرتو سيمو خپرولې شي دغسې چې په دې سيمو كښې مېشته خبريالان هم د دې تربيتي وركشاپس څخه مستفيد كېدو موقع ولري ۔د پاكستان انفارمېشن سينټر لخوا راتلونكو ورځو كښې انویسټی ګیټو جرنلزم٬ډيجيټل مېډيا ایتھینټی سټی٬فيك نيوز او د ډاكومنټري ميكنګ غوندې په مهمو موضوعاتو تربيتي وركشاپ به كولې شي۔په دې تربيتي وركشاپس كښې سينئر جرنلسټس٬د مېډيا چارو پوهان٬ د ماس كميونيكيشن ډيپارټمنټس د فيكلټۍ غړو څخه استفاده به كولې شي او هغوي به د ټرينران په توګه وركشاپس كښې رابللے شي۔په دې اړه په اسلام آباد كښې په انفارمېشن سروس اكېډمۍ كښې به د “خبرونو به صداقت٬ د جعلي خبرونو او رياست مخالفې پروپېګنډې په مخ نيوي” د دسمبر په 28مه او 29مه نېټه دوه ورځنۍ تربيتي وركشاپ كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
CM reviews progress on economic zones project
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
Pakistan spending $10bn per annum for debt repayment