کراچۍ 25 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د اتوار په ورځ د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح په مزار حاضري كولو سره په 146م سالګره قائد ته پېرزوئنې وړاندې كړے٬ د قائد په مزار د ګلونو څادر خپرولو سره ئې فاتحه خواني هم وكړه ۔ صدر مملکت په دې موقع د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره دعا وكړه او د دې نه پس ئې د مېلمنو په كتاب كښې تاثرات هم درج كولو سره ووئيل چې مونږ پاكستان لپاره د قائد د وژن عمر له قدر كوٶنكي او د دې په ځائ ساتلو له د عزم پخلې كوٶ۔ د دې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې صدر مملکت ووئيل قامونه يو موټې كېدو سره د عظيم وژن په نتيجه كښې د پرمختګ سفر كوي، مونږ له به د پاكستان پرمختګ او استحكام لپاره د قائد زرين اصول خپلول وي۔ ده ووئيل پاكستان جوړېدل د قائد د سياسي هلو ځلو نتيجه ده٬ د متعصب هندوانو لخوا په هند كښې د مسلمانانو پشمول نورو اقليتونو سره په ناروا سلوك قائد د وړاندې نه پوهه ٶ۔ ده ځوانان مخاطب كولو سره ووئيل د قائد په ښودلې لاره قام جوړول زمونږ اصل منزل دے۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل شاعر مشرق علامه اقبال د پاکستان خوب لېدلې او قائد د دې حقيقي وجود لپاره هڅې كړې او د علامه اقبال خوب ئې ريژولې۔ ده قام ته د قائد په اصول “اتحاد، ايمان او نظم و ضبط” د عمل كولو تلقين وكړو۔ ده ووئيل زمونږ اصل منزل د قائد د وژن له مخې د قام پرمختګ دے
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
NAB granted 14-day physical remand of Shehbaz Sharif
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
Pakistan spending $10bn per annum for debt repayment