اسلام آباد۔01 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف نن د نهې په ورځ په دوره ورځنۍ دوره چين ته روانېږي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د روان كال اپريل مياشتې په 11 مه نېټه د وزارت عظمی منصب سنبالولو څخه وروستو دا د وزيراعظم د چين اولنۍ دوره ده۔ وزيراعظم شهباز شريف د چين د رياستي كونسل وزيراعظم لی کی چیانګ په بلنه دا دوره كوي۔ د چين د كميونسټ پارتۍ تاريخي 20 مې نېشنل كانګرېس غونډې څخه وروستو وزيراعظم د چين دوره كوؤنكو اولنيو لارښودو كښې شامل دے۔په دې موقعه به وزيراعظم سره د لوړې كچې يو پلاوې هم وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف دوره د داړو هېوادونو ترمينځه د مشرتابه په كچه د پرله پسې رابطو كړۍ ده۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د چين صدر سره ملاقات او خپل همڅنګ سره د پلاويو په كچه خبرې كوي۔ د دواړو هېوادونو مشرتابه به د ستراتيجيكي همكارۍ جاج اخلي۔ ملاقاتونو او غونډو كښې به په سيمه ايز او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ هيله ده چې په دې مهال په پراخا كچه د دوه اړخيزه مرستې ايجنډه مخ په وړاندې بوتلې شي۔ د دې دورې په مهال د تفاهم د يو شمېر يادښتونو لاس ليك كېدو هم امكان دے۔ دغسې دې دورې سره د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ رفتار د لا ګړندي كېدو هم امكان دے۔ د سي پېك حوالې سره د جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ (جے سي سي) غونډه د اكتوبر په 27 مه نېټه شوې وه۔
متعلقہ مضامین
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
NAB granted 14-day physical remand of Shehbaz Sharif
-
Pakistan registers protest with Indian diplomat over ceasefire violation