نیویارک۔21ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف او موسمياتي بدلون لپاره د امريکې صدارتي استازې جان کيري د موسمياتي بدلون مسئلې حل کولو او د توان په اړه خبرې اترې مخ په وړاندې بوتللو ته اتفاق کړے۔ د دواړو لارښودو ترمينځه دا اتفاق د شورؤ په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 77مې غونډې په موقع ملاقات كښې راغلے۔ په ملاقات كښې وزيراعظم شهباز شريف د موسمياتي بدلون ستونزو په اړه اولسي شعور بېدارولو او د دې هواري له د جان كېري د خذمات ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د موسمياتي بدلونونو د لاسه راغلو سختو سېلابونو پاكستان ته زيات زيان رسولے ۔ وزيراعظم په پاكستان كښې د سېلاب ځپلو لپاره د امريكې د بېړنۍ مرستې مننه وكړه۔ ده د بحالۍ په عمل كښې د نړيوالې ټولنې لخوا د پرله پسې مرستې په حاجت زور هم راوړو۔ ده ووئيل په نړيوال ګرين هاؤس ګېس كښې د پاكستان برخه د يو فيصد نه هم كمه ده او سره د دې پاكستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه تر ټولو زيات ځپلے كېدونكو 10 هېوادونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه 1400 نه زيات كسان مړه او 3 كروړه 30 لكه بې كوره شوي په كومو كښې چې 6 لكه نه زياتې اميدوارې مېرمنې هم شاملې دي۔ ده ووئيل په 40 لكه اېكړه ولاړ فصلونه له مينځه تللې ٬ د كلي والو سيمو د اولس روزګار ختم شوے ۔ په دې مهال جان كېري د پاكستان اولس او حكومت سره د يووالي څرګندونه وكړه او د سېلاب د لاسه په رامخې ته شوو ستونزو قابو موندلو له يۍ د امريكائي حكومت لخوا د پرله پسې ملاتړ پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو د موسمياتي بدلون مسئلې حل کولو او د توان په اړھ د خبرو اترو مخ په وړاندې بوتللو ته اتفاق كړے
متعلقہ مضامین
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
Will ensure implementation on PDM’s agenda against govt: Nawaz Sharif
-
Public officers trained on international human rights obligations
-
Pakistan vows to develop vibrant relations, trade with Afghanistan
-
IGP for improving traffic management in Lahore
-
Ex-Karachi corps commander’s body found in city’s DHA area
-
Longest serving registrar bids adieu to UoG
-
PEMRA bans media coverage of motorway gang rape case
-
Petition in IHC seeks ban on broadcast of Nawaz’s speeches
-
Senate body briefed about J&K State property in Pakistan
-
299 petitions filed after 2018 general elections: ECP
-
Pakistan at 5th on list of countries most vulnerable to climate change