اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي مولانا فضل الرحمان سياسي بې روزګاره دے٬هغه پيپلز پارټي او مسلم ليګ(ن)استعمالوي٬ اپوزېشن د يو بل په ضد مخالف شوي او د يوبل د راغورځولو هڅې كوي۔پيپلزپارټۍ مسلم ليګ(ن)په خپلو كښې وركړه راكړه كړې وه خو وزيراعظم عمران خان نه وړاندې داسې كړي نه به اوس څه وركړي يا واخلي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل پروګرام ګښې وكړه۔ده ووئيل د مولانا فضل الرحمان زوې او د دوي غړي هم د اسمبلۍ برخه دي٬يو خوا موجوده اسمبلو ته ناجائزه وائي او بيا هم د دې اسمبلۍ څخه د مولانا فضل الرحمان زوي د ډپټي سپيكر ټاكنو كښې برخه اخستې۔ ده ووئېل مولانا فضل الرحمان كه هر څه وائي د هغه په خبرو كوم فرق نه پريوځي۔ده ووئيل هغه د 2008 نه تر 2013 د پيپلز پارټۍ اتحادي ؤ او د 2013 تر 2018 د مسلم ليګ(ن)د اتحادي په توګه مولانا فضل الرحمان د اقتدار خوندونه اخستي۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت هغه يوازنے حكومت دے چې پكښې مولانا فضل الرحمان نشته ځكه د هغه خبره كوم وزن نه لري۔ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت په سماجي څانګه كښې لويې او مهم اقدامات كوي٬د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل كوم وزيراعظم اولس له هېلت كارډز وركړي۔ ده ووئېل په خېبرپښتونخوا كښې د هېلت كارډ وركولو نه پس پنجاب كښې د هېلت كارډ وركولو لپاره 60 اربه روپۍ مختص كړې شوي۔
متعلقہ مضامین
-
مسلمان اس بات پر متفق ہیں کہ مسلمان فلسفی ابن
-
جیسے مسلم دنیا میں مغربی اثر و رسوخ بڑھتا گیا
-
کی وفات کے بعد کی صدیوں میں مسلمانوں نے بہت
-
میٹھا بونان: ایک جادویی کہانی
-
ميثا بونانزا
-
ḥ-Ṣ-P-N: ہاٹ اسپن کی کیا اہمیت ہے?
-
حَاتِ اسپَن: سجلات الورود والثقافة
-
الحات اسپن: تقنيات متقدمة في مجال التكنولوجيا
-
آدوي تھی تیسپان
-
ہاٹ اسپن اور اس کی عالمی اثرات
-
قسم: ایک پیشین دراسة
-
Brunnachenzha: die Stadt im Herzen des Kontinents