اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي دوي د استعفٰی ګانو خبره كړې وه٬د ار پار نه پس دوي خوار شوي٬تره په پښو د پرېوتلو ٬مريم د مزاحمت او بيا د مفاهمت كولو خبره كوي٬كورنۍ جګړا په مېډيا د پټولو هڅې كوي٬چرته چې جمهوريت او اختيار وي هلته احتساب هم كېږي٬ټول قام كتلي چې د نواز شريف نامه به پانامه كېس كښې رامخې ته شوې ۔ټرائل شوے او سزاګانې اورولې شوي ٬نواز شريف د دوو اوونيو په ضمانت لندن ته لاړ او بېرته رانغلو٬كه نواز شريف په اپيلونو كولو كښې سنجيده وي نو پاكستان ته دې راشي٬عدالتونو ته دې وړاندې شي٬په هېواد كښې احتساب او انصاف تحريك عمران خان شروع كړے٬ د (ن)ليګ د بريف كيس كلچر او د جسټس(ر)قيوم ملك آډيو ټېپ موجود دے٬ده دا خبرې د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل عدالتونو د نواز شريف ټول عدالتي پراسس مكمل كولو نه پس هغه مفرور ګرځولے۔ده ووئيل دوي د جعلي ټرسټ ډېټ او د قطري خط نه علاوه هېڅ نه لري كوم چې په عدالت كښې وړاندې كړې شي ٬ خو مريم صفدر دلته د عدليې د آزادۍ ليكچر وركوي۔ده ووئيل كله چې عدالتونو پريكړې وكړې نو دوي (مجهے كيون نكلا) تحريك پېل كړو٬مريم صفدر هدايت كاره وه او د اعلٰی عدليه د ججانو په ضد د (ن)ليګ وزيرانو او د پارليمان غړو څه نه دي كړې ٬ ده ووئېل چرته به چې پريكړه د دوي په حق كښې راغله نو ښه به وه او چرته به چې په ضد نو بيا به دوي وئېل نظام خراب دے۔دوي له به د قانون حكمراني منل وي۔ده ووئيل د ناصر بټ وېډيو د ثبوت په توګه ولې وړاندې نه كړې شوه۔ده ووئيل دوي د برېښنا په څانګه كښې د قامي جرم مرتكب شوي ٬ په 50 كاله كښې يې كوم نوې بند نه دے جوړ كړے او د برېښنا ګرانې پروژې لګولې شوېي۔ ده ووئېل په دې به تر كال 2023م 1500 اربه روپۍ ادا كول وي۔په كال 2018م كښې 19 زره مېګاواټ برېښنا وه٬مونږ پېداوار 27 زره مېګاواټ ته رسولے۔ده ووئيل د هېواد معيشت پرمختګ كوي٬د هېواد مجموعي برآمدات٬ترسيلات زر او زرمبادله كښې رېكارډ زياتوالے راغلے
متعلقہ مضامین
-
Sindh, KP assemblies to complete tenures today
-
SC directs contestants to provide affidavits with nomination forms
-
مردہ یا زندہ II: الجانب الآخر للعيش
-
تأثير الشعب
-
مردہ: سفينة الكوارث
-
لکی لیڈیز چارم: ایک مطالب در زمینه ی زبانی و فرهنگی
-
لکی لیڈیز چارم: ابراز الفن و العزاء
-
Loki Lizaran Charm
-
آییشیاء ڈریگن: سحابة الفن والتراث الثقافي
-
ایشیا ڈریگن: ایک نظرئی بر جادوگری و معاصمی
-
گرم سے زیادہ گرم: چیمینگیوں اور اپلیکیشنز
-
أيها الأهل، هل هناك أداء أكثر إثارة من م سے؟