اسلام آباد 17مئي (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزير سيد امين الحق وئيلي دي چې ډيجيټل كميونيكشن او انفارمېشن ټيكنالوجي د اميد او پرمختګ ھغه څيره ده كومه چې د ګردې نړۍ د اربونو پشمول خلق سماجي او اقتصادي رابطو او خپل مېنځ كښې د خبرو اترو جوګه كولو سره د معاشي پرمختګ لاره روښانه كوي۔ د ټيلي مواصلات او انفارمېشن سوسائټۍ نړيوالې ورځ بنيادي مقصد د انټرنېټ او نوې ټېكنالوجيز د لارې د رامخې ته كېدونكو معاشرتي بدلونونو پحقله په نړيواله كچه شعور بېدارول او ډيجيټل تقسيمولو كښې مرسته كول دي۔ د ټيلي مواصلات او انفارمېشن سوسائټي نړيوالې ورځ په موقع خپل بيان كښې وفاقي وزير سيد امين الحق ووئيل وخت بدل شوې دې مونږ په يو داسې نړۍ كښې يو چرته چې د انفارمېشن تبادله او رسنه د معاشرې زيات ځانګړې اړخ دې خو دا يو حقيقت دې چې نن نړۍ د كرونا وائرس وباء په سبب يوه مختلف نړۍ جوړه شوې دې چې ھغې يو خوا كه نړيوال معيشت او د ژوند معمولات سخت ځپلي دي نو بلخوا ئې د انفارمېشن ټيكنالوجي او ټيلي كميونيكشن په پراختيا كښې اهم كردار لوبولې دې ځكه چې د وباء له امله د لاك ډاٶن په صورتحال كښې د كور نه د كار كولو رجحان كښې بلها اضافه شوې ده دغسې ټيلي مواصلات د مېل ملاپ په بندېزونو كښې اولس يو بل سره په نزدې ساتلو كښې اهم كردار لوبولې دې۔ سيد امين الحق ووئيل چې د ټېلي مواصلات او انفارمېشن نړيواله ورځ مونږ ته دا ياد راتازه كوي چې د كرونا وباء ته ماتې وركول او كوټلي پرمختګ لپاره په ډيجيټل ټيكنالوجي كښې نړيواله مرسته ضروري ده دغسې چې د كال 2030 په اېجنډا ترلاسه كولو كښې مشكلات رامخې ته نه شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د هېواد لرې پرتو سيمو كښې رابطو او د انټرنېټ وركولو لپاره د 30 اربه روپو منصوبې پېل كړې شوې دې۔ ده ووئيل د دې نه علاوه د سل مېليونه نه زيات د انټرنېټ مصرف كوٶنكي او د 181 مېليونه نه زيات د موبائل فون مصرف كوٶنكو شمېره مهمه
متعلقہ مضامین
-
Once upon a time: Pakistan’s fabled storytellers fade away
-
Fawad suggests govt to hold talks with opposition
-
LHC orders for making report on petroleum crisis public
-
Masood Khan demands global intervention on demographic change in IOJK
-
PDM: govt refuses to yield come what may
-
Palai, The much-awaited red blood citrus is finally ripened
-
Health Levy Bill imposition can be utilized to improve Public Health: Qasim Suri
-
APS attack united Pakistan to fight terrorism
-
‘Until we meet again’: A sister’s account of how they lost her brother to the APS carnage
-
Gwadar terminals witness significant developments despite Covid-19
-
PM should take up Indian Chronicles leaks with UN Secretary General, Interpol
-
PM should take up Indian Chronicles leaks with UN Secretary General, Interpol