اسلام آباد 19 اپريل (اے پي پي) پاکستان او متحده عرب امارات دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي مرستي ته ودي وركولو ، د کاروباري پلاويو تګ راتګ او اقتصادي رابطې زياتولو ته صلاح شوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخي خارجه وزير مخدوم شاه محمود شاه محمود قريشي د ګل په ورځ ابوظهبي كښې د متحده عرب امارات د خارجه چارو نائب وزير احمد علي الصايغ سره ملاقات کړے۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ، بيلو څانګو كښې مرستي ته د ودې وركولو پشمول د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔خارجه وزير ووئيل پاکستان، متحده عرب امارات سره دوه اړخيزه اړيكي مهمي ګڼي، دواړه هېوادونه خپل يو ډول مذهبي، كلتوري اقدار، دوه اړخيزه مراسم لا قوي او مستحکمولي شي۔ شاه محمود قريشي ووئيل ګڼ شمير پاکستانيان متحده عرب امارات كښې مېشته دي او بيلو څانګو كښې خپل خذمات ترسره كوي۔پاکستان خپل جغرافيائي معاشي ترجيحات ته پام لرنه كوي۔شاه محمود قريشي ووئيل پاکستان او متحده عرب امارات د دوه اړخيزه تجارت او د سرمايه کارۍ ودي پراخه موقعي لري۔زمونږ سفارت خانې “معاشي سفارت کاري” سره بهرني سرمايه کار په پاکستان كښې د کاروبار پراخه موقعو څخه خبروي۔ به دې مهال دوي د دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرستي ته وده وركولو لپاره پاکستان او د يو اے اي ترمينځه د کاروباري پلاويو تګ راتګ او اقتصادي رابطو زياتولو ته صلاح شوي۔ د متحده عرب امارات د خارجه چارو دوهم وزير متحده عرب امارات تعمير او پرمختګ كښې د مېشته پاکستانيانو کردار وستائلو۔خارجه وزير د امارات د خارجه چارو دوهم وزير احمد علي الصايغ په مقبوضه جمو او کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو، افغان امن عمل پشمول سيمه كښې د امن او مجموعي صورتحال څخه خبر كړو۔ د امارات دوهم وزير احمد علي الصايغ د خارجه وزير مننه كولو سره هغه له د دوه اړخيزه تجارت ودې پشمول بيلو څانګو كښې د مرستي زياتولو په اړه د معاونت باور وركړو
متعلقہ مضامین
-
India imperilling regional peace, disturbing strategic balance: FO
-
Major progress made in CPEC infrastructure, energy projects: Beijing
-
EU maintains ban on Pakistani flights over safety procedures
-
Kainat’s death turns out to be ‘suicide triggered by a troubled personal life’
-
PDM is enemy to national development:Usman Buzdar
-
PPP condemns continued incarceration of Syed Khursheed Ahmad Shah
-
President advocates inclusive education for disabled children
-
PPP condemns continued incarceration of Syed Khursheed Ahmad Shah
-
Four polio workers injured in Kandhkot attack
-
Murad Saeed launches E-Bidding System to ensure transperancy in bidding process
-
Sanitation workers honoured with ‘Dignity Awards’
-
Sanitation workers honoured with ‘Dignity Awards’