پېښور ۔11فروری(اے پی پی) الېكشن كمېشن آف پاكستان د سېنېټ ټاكنو حوالې سره د ټاكنو پروګرام جاري كړے دے۔ د ټاكنو پروګرام له مخې د كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه به په 12او 13 فرورۍ 2021 د ریټرننګ افسرانو دفترونو كښې جمع كولې شي۔ دې مقصد لپاره وفاقی پلازمينه كښې ظفر اقبال حسېن سپېشل سېکرټری الېکشن کمېشن سېکرټرېټ اسلام آباد،پنجاب كښې غلام اسرار خان صوبائی الېکشن کمشنر پنجاب لاهور آفس 10کورټ سټریټ لاهور ، سندھ كښې اعجاز انور چوهان صوبائی الیکشن کمشنر سندھ کراچی آفس بلاک نمبر44-اے شاهراہ عراق صدر کراچی، خیبرپختونخواہ كښې شریف اللہ صوبائی الېکشن کمشنر خیبرپختونخواہ پشاور آفس پشاور ګالف کلب ګیټ نمبر2 شامی روډ پشاور کېنټ او بلوچستان كښې محمد رازق صوبائی الیکشن کمشنر بلوچستان کوئټہ آفس برګنزہ ویلاز سټریټ نمبر1نزد زرګون روډ کوئټه ریټرننګ افسران تعينات كړي دي۔ د نامزد كانديدانو فهرست به د روانې مياشتې په 14فروری لګولے شي۔ د كاغذونو كره كتنه به د روانې مياشتې په 15 او 16 فرورۍ د ريټرنګ افسرانو په دفترونو كښې كېږي۔ ددې د منظورېدو يا مسترد كېدو پرېكړې په ضد به ټربيونل كښې اپيل د روانې مياشتې تر 18 مې نېټې كېدې شي۔ د اپيلونه ترسره كولو حتمي نېټه 20 فروري ټاكلې شوې ده۔ د ټربيونل پرېكړو په رڼا كښې د كانديدانو بيا كتلې شوې فهرست به په 21 فرورۍ لګولې شي۔ د كاغذونو د بېرته اخستو نېټه 22 فروري ټاكلې شوې ده۔ د كانديدانو حتمي فهرست به په 23 فرورۍ لګولے شي۔ د حتمي فهرست نه وروسته كوم هم كانديد د مارچ تر 2 مې نېټې د ورځې 12 بجو مقابلې نه وروستو كېدې شي۔ د سېنېټ ټاكنو لپاره پولنګ به د مارچ په 3 مه نېټه كېږي۔ سياسي ګوندونو ته يو وارې بيا وئيلې شوي دي چې هغه دې د خپلو نامزد كانديدانو ته پاضابطه پارټي سرټيفكېټ جاري كړي دغسې چې هغه د نامزدګۍ كاغذونو سره دغه سرټيفكېټ هم وړاندے كړے شي۔
متعلقہ مضامین
-
PTI govt will go home a lot sooner than Jan: PML-N
-
SC issues notice to PM for attending ‘political event’
-
Sarsabz Fertilizer hosts 400 farmers from Swabi, Mardan
-
Pakistan trashes Indian defence minister’s irresponsible comments
-
British envoy, SAPM discuss ‘Extradition Treaty & Readmission Agreement’
-
Students demand autonomy for Nawaz Sharif Medical College, Gujrat
-
Students demand autonomy for Nawaz Sharif Medical College, Gujrat
-
385 new Covid-19 cases, 10 deaths across country
-
WASL (Water and Sanitation Logistics) Launches its First RO Water Plant in Bagh e Korangi
-
Good news for Tik Tok users – Negotiations between PTA and Tik Tok management started
-
Ban on Ticktok challenged in Sindh High Court
-
Transferred