اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د اسلام آباد په نړيوال هوائي مېدان د “روډ ټو مكه” منصوبې رسمي پرانسته كړې او د قامي ايئر لائن د لارې حجاز مقدس لپاره روانېدونكو حاجيانو ته ئې په مخه ښه ووئيل۔ په دې لړ كښې د جمعې په ورځ په د اسلام آباد په نوي نړيوال هوائي مېدان خاص دستوره وشوه چې پكښې د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان، د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د مذهبي چارو وزير ډاکټر نور الحق قادري، محمد ارباب شهزاد، پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالکي٬ د سعودي د حج و عمره نائب وزير سيد حسېن الشريف ، د سعودي عرب د امېګرېشن ډائرېکټر جنرل جنرال سليمان عبدالعزيز السليمي او نورو لوړ پوړي هم موجود وٶ۔ په هوائي مېدان وزيراعظم ته د مذهبي چارو سېكتر ميا مشتاق د روډ ټو مكه منصوبې پحقله بريفنګ وركړو او د منصوبې د خدوخال نه ئې خبر كړو٬ د دې پائلټ منصوبې له مخې به د پاكستان حج كوٶنكي د اسلام آباد نه د روانېدو په وخت د امېګرېشن او نورې اړوندې آسانۍ ترلاسه وي۔ وزيراعظم عمران خان په فيته پرې كولو د روډ ټو مكه مصوبې باقاعده پرانسته وكړه د يادونې وړ ده وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ته د پاکستان دورې په مهال د پاكستانيحج كوٶنكو آسانيو لپاره خواست كړې ٶ په ھغې پاكستان په ”روډ ټو مکه” پروګرام كښې شامل كړې شوې چې پكښې انډونيزيا او د ماليزيا هم شامل دي۔ سږ كال په اسلام آباد ايئر پورټ 22 زره او راتلونكي كال لاهور ،پېښور ،کوئټه ،کراچي په هوائي مېدانونو هم حج كوٶنكو له امېګرېشن متوقع دے۔ بلخوا په د اسلام آباد په نوي هوائي مېدان حج لپاره حجاز مقدس ته روانېدونكو حج كوونكو د پاكستان په “روډ ټو مکه” منصوبه د حكومت د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل دې سره حج كوٶنكو لپاره ډېري آسانۍ راپېدا شوې ۔ دوې په دې اقدام د وزيراعظم عمران خان مننه هم وكړه او هيله ئې څرګنده كړه چې د دې منصوبې دائره كار به راتلونكې كال تر نورو سيمو هم پراخه كړې
متعلقہ مضامین
-
Pakistan summons Indian envoy over blasphemous remarks by BJP
-
President ‘reprimands’ education ministry for wasting German grant
-
Pakistan summons Indian envoy over blasphemous remarks by BJP
-
President ‘reprimands’ education ministry for wasting German grant
-
Stakeholders stress more budget for girls’ education in Punjab
-
3,919 Pakistani pilgrims arrive in Saudi Arabia in three days: Ministry
-
3,919 Pakistani pilgrims arrive in Saudi Arabia in three days: Ministry
-
Fight, shooting outside University of Narowal
-
Govt to sell flour to KP people at cheaper rates
-
Govt to sell flour to KP people at cheaper rates
-
IHC dismisses Haleem’s ‘frivolous’ bail plea, slaps Rs5,000 fine
-
IHC dismisses Haleem’s ‘frivolous’ bail plea, slaps Rs5,000 fine