اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې افغانستان كښې كوټلې امن، استحکام او سوكالي د پاکستان په ګټه دې٬ افغانستان كښې روان “امن عمل” لپاره به پاكستان د زړه د خلاصه ٬ نېك نيتۍ او د شريكې ذمه وارۍ په توګه خپل مصالحانه کردار ترسره كوي۔ خارجه وزير دا خبرې د زيارت په ورځ افغان اولس مشر اشرف غني سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د افغان ا من عمل پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه خارجه مخدوم شاه محمود قرېشي د وزيراعظم عمران خان او پاکستاني اولس لخوا د افغانستان اولس مشر پاكستان په راتګ هركلې وكړو۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د اوږدې مودې جغرافيائي او تاريخي اړيكې لري۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د لسيزو راهسې د روانو جنګونو او عدم استحكام په نتيجه كښې افغان اولس زياتو مسئلو او ستونزو سره مخ دي٬ پاکستان تل د نتيجې وړ خبرو اترو په حاجت زور رواړې دې ځكه چې افغانستان كښې د كوتلي امن او استحكام هم دا يوازنې لار ده۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت په اضافې٬ د معيشت، سرمايه کاري ودې ، مواصلاتو، توان، كلتور او د اولسې كچې روابط ښه كولو پحقله خاص خبرې اترې شوې دې٬ امن او ورورولۍ لپاره د افغانستان-پاکستان وضع كړې شوې لائحه (اے پي اے پي پي اېس) د اولس ښه والي او خېر ښګړې لپاره پكار راوستلو ته سلا شوې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل اولس مشر اشرف غني دورې سره به دواړه هېوادونه يو بل ته نور رانزدې كېدو او په دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ په دې موقع افغان جمهور ريئس اشرف غني افغان امن عمل كښې د پاکستان د هلو ځلو ستائنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Naundero Health Center face crippling issues
-
Graft-buster goes after drug officials
-
PTI to probe against party MNAs who voted for Gilani: Ismail
-
PTI to probe against party MNAs who voted for Gilani: Ismail
-
In Spain, hugs and sea air for Covid ICU survivor
-
In Spain, hugs and sea air for Covid ICU survivor
-
Security forces kill eight militants in North Waziristan
-
Security forces kill eight militants in North Waziristan
-
Exorbitant fee of ICT colleges deprive students of higher education
-
CM unhappy with south Punjab secretaries’ performance
-
One dead, 30 injured as train derails near Rohri
-
Khalilzad in Islamabad for talks on new Afghan peace plan