اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د رانا ثناالله لخوا ذاتيات په نښه كول په خپله دفاع كښې د دلائل نه لرلو ثبوت دے٬ مخالفه ډله د خپلو كارنامو په وجه جېل ته روانه ده٬ قوم دومره لويو دروغجنو سره مخ دے چې په خپلو كښې ئې بيان هم نه يو كېږي٬ نيم غله په جېلونو كښې بېمار او نيم د هېواد نه فرار دي۔ د خالي په ورځ د رانا ثناالله په بيان غبرګون ښودلو سره هغې ووئيل چې د شريفې كورنۍ چېله كوونكي سند لرونكي دروغجن دي٬ بهتان او تورونه لګول د دوي پخوانې عادت دے۔ هغې ووئيل چې يو قانوني نوټس سره رانا صاحب آرام نه دې موندلې٬ كېدے شي چې هغه ته د نورو داروګانو ضرورت وي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې مخالفه ډله د خپلو كارنامو په وجه جېل ته روانه ده چې كله د دوي ليډران نېب يا جېل ته لاړ شي نو بيمار شي٬ چې د جېل نه ووځي نو روغ رمټ او صحت مند شي۔ لندن ته رسېدو سره ئې صحت قابل رشك شي۔ هغې ووئيل چې قوم دومره لويو دروغجنو سره مخ دے چې په خپلو كښې ئې بيان هم نه سمېږي٬ نيم غله په جېلونو كښې بېمار او نيم د هېواد نه فرار دي۔ هغې ووئيل چې رانا صاحب دې فكر نه كوي لا خو د ماډل ټاؤن د قاتلانو حساب پاتې دے۔
متعلقہ مضامین
-
Niazi calls for in-camera conference on Kashmir issue
-
PTI wants UN probe into long march crackdown
-
IHC adjourns case regarding Cheema’s removal
-
No amendment deprives expats of voting rights: IHC
-
Army should have taken back complaint against Mazari: IHC
-
Pakistan, Turkey vow to ‘upgrade’ ties
-
PTI to face abrupt disintegration; Pakistan to stay fully safe & sound: Maryam Nawaz
-
Tarar condemns Imran’s statement, says Imran lost senses after losing power
-
Azadi March: PHC grants transit bail to Imran Khan till June 25
-
PPP stages protest against Imran’s statement
-
PPP stages protest against Imran’s statement
-
Tarar condemns Imran’s statement, says Imran lost senses after losing power