جدہ 29 مئي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د پاکستان امن او استحکام د حرمېن شریفېن مقدسې زمكې امن او استحكام سره تړلې دے٬ كه د دغې مقدسې خاورې احترام يا سلامتيا كوم خطر سره مخ شوه نو پاكستان به سعودي عربستان سره ودرېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ جده كښی د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل په مهال خپل سعودي همڅنګ ډاكټر ابراهيم عبد العزيز العساف سره د خصوصي ملاقات په مهال خبرو كښې وكړه۔ د خارجه دفتر ترمخه د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د سيمې په صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل د پاکستان امن او استحکام د حرمېن شریفېن مقدسې زمكې امن او استحكام سره تړلې دے٬ كه د دغې مقدسې خاورې احترام يا سلامتيا كوم خطر سره مخ شو نو پاكستان به سعودي عربستان سره ودرېږي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې د پاكستاني اولس په زړونو ژور نقشونه پرېښودلې دي او د ده د سعودي عربستان زندانونو كښې د بنديوانو 2107 پاكستاني وګړو د خوشې كولو اعلان د دوئي زړونه ګټلي دي۔ خارجه وزير خپل سعودي همڅنګ ته خواست وكړو چې ددې بنديوانو زر تر زره راخوشې كولو له دې ګامونه پورته كړې شي۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د پلوامه پېښی څخه وروستو د پاك هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالې وضعې په مهال د سعودي عربستان د مصلحت كردار ستائلو سره غوښتنه وكړه چې او آئی سی كښې د هند شموليت په هېڅ ډول د قبلولو نه دې۔ خارجه وزير پاكستانيانو لپاره د حج كوټې تر 2 لكه په زياتولو د سعودي همڅنګ مننه وكړه۔ ده خپل سعودي همڅنګ سعودي عربستان كښی مېشته ورك فورس او زده كوؤنكو ته پېښو مسئلو څخه خبر كړو او ده ته ئې دې پلو د خاص پام ګرځولو خواست وكړو۔ سعودی خارجه وزير د خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښې په ګډون كولو د مخدوم شاه محمود قرېشي مننه كولو سره ده ته پاكستاني كميونټي ته د پېښو مسئلو زر تر زره حل كولو كښې د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو
متعلقہ مضامین
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
People cannot be left at mercy of ‘miscreants’
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
KP government to provide facilities to TMAs
-
Polio refusal cases need special attention: DC
-
90pc of Sherani’s forest fires contained: Farah
-
90pc of Sherani’s forest fires contained: Farah
-
Long march is against establishment, not govt
-
Long march ‘test’ for judges and ‘neutrals’
-
Police seizes weapons from house of PTI leaders
-
No country can develop unless giving opportunities to women: Marri
-
PTI all set for ‘Azadi March’ towards Islamabad amid blockades