اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې په پاكستان كښې د كركيلې٬سېلګرۍ٬او صنعت پشمول په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعې شته٬حكومت كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو له هر ډول اقدامات كوي۔ده دا خبرې د فرانس كاروباري كسانو تنظيم”مېډف”پلاوي سره ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړې۔چا چې د ګل په ورځ ده سره پھ وزيراعظم آفس كښې ليدلي وو۔د مېډف د فرانس د كاروباري كسانو تر ټولو لويې تنظيم دې٬د دې تنظيم د غړو شمېره 7 نيم لكه څخه زياته ده۔ د فرانس پلاوي مينوفيكچرنك٬كركيلې٬توان او په نورو څانګو كښې سرمايه كاري كولو كښې خوښي څرګنده كړه۔وزيراعظم د فرانس كاروباري كسانو د اړخه د خوښي لرلو هركلے كولو سره د حكومت د سرمايه كارۍ ښه پالېسۍ او په هېواد كښې د سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته كړې۔ده د كركيلې٬مذهبي سېلګرۍ٬ساحلي سېلګرۍ٬غره ايزو سيمو سېلګرۍ٬صنعت او په خاص اقتصادي زونز كښې د سرمايه كارۍ په موقع هم رڼا واچوله۔ده پھ هېواد كښې په كاروبار كښې آسانۍ او ښه والي له د حكومت د اړخه شوي اقدامات هم رامخې ته كړل
متعلقہ مضامین
-
IHC seeks comments from ECP, political parties on PTI’s appeal
-
Ex-PM gets ‘foolproof’ security amid threats
-
Govt decides to move ACE against Buzdar
-
Imran’s two mobile phones stolen: Gill
-
Bomb-hit boy asks for help from dead mother
-
DG FIA given additional charge of NACTA coordinator
-
DG FIA given additional charge of NACTA coordinator
-
Imran’s two mobile phones stolen: Gill
-
UNDP, CDA launch mega solid waste management project
-
UNDP, CDA launch mega solid waste management project
-
District admin committed to eradicate child labour, professional bagging: DC
-
District admin committed to eradicate child labour, professional bagging: DC