اسلام آباد ۔ 22 جنوری (اے پی پی) سېنېټ كښې بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړوموئيلي دي اولس مشر د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب كښې بايد په اولسي مسئلو خبره كړې وه۔ د بلوچستان بې وزلي او بدحالي مخ په زياتېدو ده۔ ځينو غړو ووئيل پارلمان ته د اولس مشر د خطاب روايت بايد ختم كړې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل اولس مشر ته د پارلمان د برخې حېثيت لرې۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پارلمان شريكې غونډې ته د اولس مشر په خطاب بحث كښې سناتور صلاح ترمذي ووئيل د صدارتي خطاب روايت بايد ختم كړې شي۔ حكومت اولس مشر ته ليكلې وېنا وركوي۔ حكومت د دغې تقرير ستائنه او مخالفه ډله ټكونه كوي۔ او په دې وخت ضائع كېږي۔ سناتور مير كبير محمد شاهي ووئيل په 18م بدلون كښی آرټيكل 48 بايد ختم كړې شوې وې۔ ده ووئيل اولس مشر له په خپله وېنا كښې وګړو سره زور ظلم په ډاګه كول پكار وو۔ ده ته وئيل پكار وو چې ګاونډيانو سره به معاملې څنګھ شړل وي ۔ ولې اولس مشر په دې اړه په كومه معامله خبره ونكړه۔ سناتور طاهر بزنجو ووئيل اولس مشر چې د بلوچستان په اړه كومه خبره كړې صورتحال د هغې په ضد دے۔ بلوچستان كښې بې وزلي او بدحالي مخ په زياتېدو ده۔ دغلته 60 فيصده څخه زيات خلق د بې وزلۍ د كرښې نه ښكته ژوند كوي۔ ده ووئېل يوازې 20 فيصده خلق پاكو اوبو ته رسنه لري۔ ده ووئيل د پاكستان د پرمختګ بلوچستان څخه وځي ولې د بده مرغه بلوچستان كښې بې وزلي او نالوستي تر ټولو زياته ده۔ سناتور محمد اكرم ووئيل يوازې په انصاف وروستو پاتې سيمې پرمختګ نشي كولې فنډز او پام هم ضروري دے۔ سناتور جهانزېب جمالديني ووئيل ګاونډيانو سره زمونږ اړيكې مخ په خرابېدو دي۔ وزيرانو ښكاره وئيلي دي بلوچستان څخه سي پېك ته هېڅ ترلاسه شوې نه دي۔ سناتور رحمن ملك ووئيل اولس مشر بايد صوبو ته تللو سره د ګرد هېواد غږ
متعلقہ مضامین
-
PM’s former spokesperson rejoins PPP
-
Opp deadlines against govt have bitten the dust: Fawad
-
No-trust vote against PM by March 9: PPP
-
WHO applauds Pakistan on vaccinating over 100 million individuals against Corona
-
Opp deadlines against govt have bitten the dust: Fawad
-
Prime Minister Imran Khan is popular political leader: Asad Umar
-
Irrigation dept takes action against encroachments in Quetta
-
IRSA releases 56737 cusecs water
-
10 more patients of suicide blast discharged from LRH: Spokesman
-
Two children killed in building collapse
-
Foreign forces want destabilization in Pakistan: Sheikh Rasheed
-
Govt determined to provide equal rights to women: minister