اسلام آباد ۔ 18 جنوری (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د پاك پاک چین اقتصادی راهدارۍ ترسېوري لاندې په روانو منصوبو د كار تندولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د سي پېك منصوبو زر تر زره ترسره كېدل د هېواد په ګټه دي۔ دې سره به د اولس لپاره پراخه سماجي او اقتصادي موقعې رامخې ته شي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ سي پېك منصوبو د پېشرفت جاج غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې په صنعتي پرمختګ ٬ خاص اقتصادي زونز ٬ اېم اېل – 1 منصوبه ٬ كركيلې ٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ ، بنیادی اډانه او د ګوادر پرمختګ په بېلو څانګو كښې د پاك چين دوه اړخيزه مرستې د پېشرفت جاج واخستې شو۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان اولس د بې وزلې پنجې څخه ويستلو له د چين تجربې څخه استفاده كولې شي۔ ده ووئيل د صنعت او كركيلې څانګو كښې پاک۔چین مرسته د هېواد دې څانګو صلاحيت عملي كولو له مرستياله ثابتېدې شي۔ وزیراعظم د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ته امر وكړو چې د خصوصي اقتصادي زونز زر تر زره پرمختګ له بشپړه سفارشات څلورو اوونيو كښې وړاندې كړې شي۔ غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې سي پېك اېډوائزري كونسل به جوړ كړې شي۔ غونډه كښې ووئيل شول چې د سي پېك په دوهم پړاؤ كښې به صنعتي مرستې ته خاص پام لرنه كولې شي۔ وزیراعظم د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ته هدايت وكړو چې په دې پړاؤ كښې مخ په وړاندې تللو سره خپل كردار ترسره كړي ولې چې د چين لخوا د ډېرې زياتې نجي سرمايه كارۍ امكان دے
متعلقہ مضامین
-
Balochistan’s peace, prosperity top priority: COAS
-
Govt to give Rs 56bln subsidy on interest-free loans of Rs 407bln: Farrukh
-
IRSA releases 78881 cusecs water
-
Rescuers urged to serve humanity with dedication
-
Rescuers urged to serve humanity with dedication
-
Lahore Police spring plantation drive starts
-
FBR’s high revenue collection enabled government to subsidize petrol, electricity: PM
-
Security arrangements for Pak-Aus cricket series reviewed
-
Governor signs Students Union Restoration Bill 2019
-
Forest dept to plant 22.246m saplings in merged districts
-
IHC instructs govt to introduce law for girls’ marriage
-
IHC instructs govt to introduce law for girls’ marriage