اسلام آباد ۔ 19 اکتوبر (اے پی پی) د سعودی چارواكو د اړخه د دوو كلونو پھ مهال په بيا عمره كولو د لګيدلې اضافی فېس ختمولو باضابطه اګاهي نه ده ترلاسه شوې، د پاکستانيانو په عمرہ كوونكو د اضافی عمرہ فېس څخه د استثنیٰ په خواست د سعودی حکومت ځواب ته سترګې په لاره يو۔ دا خبره د مذهبي چارو وزارت وياند په يو وضاحتی بیان كښې كړې۔ تفصیلات له مخې د سعودی حکومت د دوو كلونو په مهال پھ بيا عمرہ کولو د ټولو هېوادونو پھ عمره كوونكو اضافی 2 زره ریاله فیس لګولې ؤ چې مقصد ئې د عمرہ كوونكو انتظامات ښه كول وؤ۔ وياند ووئيل د ترکیې او مصر په خواست په دوو كلونو كښې په بيا عمره كوونكو اضافی فیس وركولو څخه استثنیٰ ترلاسه شوې۔ د پاکستانيانو عمرہ كوونكو ستونزو او تحفظات تر نظره ستالو سره وفاقی وزیر پیر نور الحق قادری د سعودی د اطلاعات وزير او سعودی سفیر سره د فیس ختمولو معامله پورته كړې وه۔ بيان كښې وئېلې شوي وزیراعظم عمران خان هم د سعودی عرب دورې په مهال د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلیمان سره ملاقات كښې په دې اړه خواست كړې ؤ په كوم چې سنجیدګۍ سره د غور كولو باور راكړې شوې ؤ۔ده ووئيل پھ دې اړه لا باضابطه اطلاع نه ده ترلاسه شوې
متعلقہ مضامین
-
CM Balochistan gives approval to establish environmental laboratory
-
CM Balochistan gives approval to establish environmental laboratory
-
CTO reviews traffic arrangements at Murree ahead of expected snowfall
-
Sindh minister for strict action against encroachments
-
Ali Zaidi, Ghaus Ali Shah discuss Sindh politics
-
Minorities’ delegation calls on LHC CJ
-
LUMS celebrates convocation for 2020 and 2021
-
LUMS celebrates convocation for 2020 and 2021
-
Two private members bills smoothly sail through Senate
-
Haleem demands JIT to further probe Dr Rizwan report for curtailing narcotics
-
No room for presidential form of govt: governor
-
Opposition running away from Sindh LB polls: Murtaza Wahab