اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) ددرې مېرمنو په شمول شپاړس كسيزه وفاقي كابينې د ګل په ورځ سوګند پورته كړو۔ اولس مشر ممنون حسېن په ايوان صدر كښې په ساده دستوره كښې د وفاقي كابينې د غړو نه سوګند واخستو۔ په دستوره كښې وزيراعظم عمران خان٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر٬ دوهم سپيكر قاسم سوري٬ د سندھ نامزد ګورنر عمران اسماعيل٬ د پنجاب نامزد ګورنر چوهدري سرور٬ سياسي مشرانو٬ د پارلمان غړو او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ په سوګند پورته كوونكو وفاقي وزيرانو كښې مخدوم شاه محمود قريشي﴿ د خارجه چارو﴾٬ پروېز خټك ﴿ د دفاع﴾٬ اسد عمر (د خزانې، رېونیو او اقتصادي چارو)، ډاکټر فهمیدہ مرزا (د بین الصوبائی رابطه)، شېخ رشید احمد (د رېلوے)، خالد مقبول صدیقي (د انفارمېشن ټېکنالوجې او مواصلاتو)، شفقت محمود (د وفاقي تعلیم ٬ وظيفه اي تربیې، قومی تاریخ او ادبی ورثه)، فواد احمد (د اطلاعاتو او خپرونو)، زبېدہ جلال (د دفاعی پېداوار)، غلام سرور خان (د پټرولیم او قدرتی وسيلو)، ډاکټر شېرين مزاری (د بشري حقونو)، نور الحق قادری (د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ)، چوهدری طارق بشیر چیمه (د ریاستونو او سرحدي سيمو)، سناتور ډاکټر محمد فروغ نسیم (د قانون او انصاف)، عامر محمود کیاني (د قومی روغتيا، خدماتو، ریگولیشن او کوآرډینېشن) او خسرو بختیار شامل دي۔ محمد شهزاد ارباب د اسټېبلشمنټ، عبدالرزاق داؤد د کامرس، ټېکسټائل، صنعت و پیداوار او د سرمایه کارې، ډاکټر عشرت حسین د ادارہ جاتی اصلاحاتو او کفایت شعارې، امین اسلم د ماحولیاتي بدلون او ظهیر الدین بابر اعوان د پارليماني چارو د سلاكار په توګه وټاكل شو۔ د مېلمنو مېلمستيا چايو او بسكټ سره وكړې شو۔
متعلقہ مضامین
-
Taliban size up the threat from a tenacious IS-K
-
Zardari challenges three more references under NAB ordinance
-
Taliban size up the threat from a tenacious IS-K
-
PM ‘provoking’ ministers to frontally attack ECP: Shehbaz
-
PM ‘provoking’ ministers to frontally attack ECP: Shehbaz
-
Pakistan, EU agree to boost mutual cooperation
-
PM seeks steps to guard youth against immoral alien culture
-
Punjab records 462 new cases of dengue fever
-
Masood Khan to be appointed as Pakistan’s ambassador to US
-
Masood Khan to be appointed as Pakistan’s ambassador to US
-
Family of nazim Jokhio demands justice, blocks national highway
-
PTI taking measures to revolutionize industrial sector: Fawad Chaudhary