اسلام آباد 14 جولائي (اے پی پی) د قومي ايئر لائن لخوا د حج پروازونه پېل شول او د سركاري سكيم له مخې كامياب ګرځول شوي327 حاجيان د اسلام آباد څخه د پي كے 7003 پرواز د لارې مدينې منورې ته روان كړے شول۔ د مذهبي چارو د وزارت چارواكو له مخې قومي ايئرلائن د حج پروازونه پېل كړي دي٬ وړومبې پرواز د كراچې د جناح نړيوالې هوائي اډې څخه مدينې منورې ته تللې دے او دوهم پرواز د اسلام آباد څخه تللې۔ د پرواز نه وړاندې حاجيان د حج مناسك او د سعودي د قوانينو په اړه خبر كړے شول۔ په دې موقع د سعودي د سفارت دوهم هېډ اف مشن حبيب الله بخاري ووئيل چې د سعودي حكومت حاجيانو لپاره غوره خدمات وركوي او سږ كال به هم د حاجيانو د ښه خدمت كولو هڅه كولې شي۔ ده د پاكستان حاجيانو ته مباركي وركړه۔ په دې موقع د مذهبي چارو د وزارت چاواكي افتاب احمد ووئيل چې د مذهبي چارو وزارت د نور كلونو په شان سږ كال هم حاجيانو لپاره ښه انتظامات كړي دي۔ ده حاجيانو ته ووئيل چې تاسو د پاكستان سفيران ئې او په سعودي كښې د خپلې ژبې او اخلاقو د لارې ثابته كړئ چې پاكستانې يو ښه قوم دے۔ د اسلام آباد په هوائي اډه د حاجيانو روانېدو په موقع حاجيانو د خپل عبادت قبلېدو او د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره دعاګانې هم وكړې۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan vs Afghanistan: Asif Ali is a true finisher, says skipper Babar Azam
-
40M citizens fully vaccinated against COVID: Asad Umar
-
Petroleum prices likely to go up by Rs8/litre
-
Balochistan governor convokes provincial assembly session to elect new speaker
-
Proscribed TLP’s march: President Arif Alvi seeks Ulema’s help to end protests
-
Govt to introduce new law for disabled persons
-
COVID-19 disrupting trade of aquatic products between Pakistan, China
-
CTD arrests four Al Qaeda, Daesh terrorists in Khyber operation
-
Pakistan’s victory, triumph of Kashmiris: Fawad
-
Pakistan Navy attends 8th multinational exercise in Turkey
-
Rs 22bn soft loans disbursed under Kamyab Jawan Programme
-
PM Khan directs to cut prices of essential items