اسلام آباد۔28مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال وئېلي دي په سرکاري او شخصی توګه به په ګډه د صحت څانګې بهترۍ لپاره تګلاره جوړول وي ځكه چې د صحت په څانګه كښې د يو لوئي چیلنج سره مخ يو ، د صحت په اړه نوې ادارې جوړول ،د هر وګړي د صحت غوره اسانيو ته رسنه د وخت مهم ضرورت دے ، ده په دې خبرې زور راوړو چې بغیر د كوم سیاسي اختلافات نه د صحت سهولتونه هر ښار ٬ هرې ضلعې ته رسولو ته حکومت پام لرنه كوي ٬ دغسې د ټیکنالوجۍ جدید دور هم د صحت په څانګه كښې انقلاب راوستے دے ۔ د دې خیالاتو اظهار ده پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل کښې يوې دستورې ته وكړو ۔ده ووئېل پاکستان میډیکل اور ډینټل کونسل ته د نړيوال فیډریشن فار میډیکل ایجوکیشن د اړخه وركړے شناخت زمونږ لپاره وياړ دے او د پي ایم ډي سي پرله پسې ھڅې ، محنت د دې خبرې ثبوت دے چې پاکستان كښې طبي تعلیم او د صحت څانګې سباون روښانه دے ٬ ده ووئېل زمونږ په كلي والو سيمو كښې د صحت سهولیات يواځې 30 فیصد پورې وركړې كېږي چرته جې د آبادۍ تناسب 65 فیصد دے او مونږ د پوهانو د كمي سره هم مخ يو ، ده ووئېل پاکستان كښې د زړه ، شوګر او سټروک غونډې ناروغتياګانې ورځ په ورځ زياتېږي ۔
متعلقہ مضامین
-
Ghulam Nabi Memon appointed as inspector-general of Sindh Police
-
PTI to face abrupt disintegration, says Maryam
-
IHC grants bails to Asad Qaiser, Hammad Azhar
-
Hanif Abbasi resigns as SAPM
-
LHC moved against huge hike in petroleum prices
-
LHC moved against huge hike in petroleum prices
-
Imran calls countrywide protest against oil price hike
-
Govt. passes cost of buying on petroleum products with zero tax: Pasha
-
Govt, UNHCR verify 1.3 million Afghan refugees in Pakistan
-
Moody’s lowers Pak outlook to ‘negative’
-
Court receives application for FIR against Shehbaz
-
Imran’s remarks about army, country trigger new debate