اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) هندي ناظم الامور د نهې په ورځ خارجه وزارت ته طلب كړے شو او ده ته د هندي پوځ د ډزو په نتيجه كښې د آزاد كشمير كوټلي ضلعې د اولي كلي اوسېدونكي 60 كلن وګړي غياث په شهادت د پاكستان لخوا سخت احتجاج ريكارډ كړے شو۔ دا پېښه د روانې مياشتې په 21 مه نېټه د لائن آف كنټرول (اېل او سي) په نكيال سېكټر كښې رامخې ته شوه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان په لائن آ ف كنټرول د امن او امان په ځايې د ساتلو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دا ډول كارروايۍ د كال 2003 د سيز فائر تفاهم ښكاره خلاف ورزي ده د كوم تجديد چې د كال 2021 په فرورۍ مياشت كښې شوې وو۔ د بيان له مخې په دې خبره زور راوړلې شو چې هندي ځواكونه بايد زيات احتياط وكړي ولې چې د بې ګناه وګړو په نښه كول د انساني وقار او نړيوالو بشري حقونو خلاف ورزي ده۔ په هند زور راوړلے شو چې هغه دې د پېښې پلټنې وكړي او د سيز فائر تفاهم دې احترام وكړي۔
متعلقہ مضامین
-
Zardari meets Chaudhry brothers; discusses no-trust against PTI govt
-
Zardari meets Chaudhry brothers; discusses no-trust against PTI govt
-
Court orders demolition of Al-Jannat Residency in Karachi
-
Robber killed in encounter, four accomplices held
-
Court orders demolition of Al-Jannat Residency in Karachi
-
Usman Dar assures opportunities under ‘Kamyab Jawan Program’ to youth of Sindh
-
COVID-19 positivity ratio drops down to 5.34 percent in nearly a month
-
Govt. to distribute health cards in Sindh province soon: Senate told
-
GB Scouts’ skiers claim gold, silver medals in National Championship
-
NBP Funds launches N-Pay digital payment system
-
NBP Funds launches N-Pay digital payment system
-
Education vital for progress, prosperity of country: Asad