اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د سېنېټ په غونډه كښې بېلو ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د مالي كال 24-2023 په بجټ بحث كښې برخه اخستې٬ غړو ووئيل چې هېواد د ميثاق جمهوريت نه پس اوس ميثاق معيشت ته اړتيا لري٬ د سياسي تړون نه پرته به د هېواد د معيشت بحالۍ او معاشي بحران خاتمې لپاره يو موټې كېدل وي٬ د بلوچستان پرمختيائي منصوبو او ډېمز لپاره دې نور فنډز بېل كړې شي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غٶنډه كښې د كال 24-2023 په بجټ بحث كښې برخه اخستو سره سېنېټر رخسانه زبېري ووئيل هېواد د ميثاق جمهوريت نه پس اوس ميثاق معيشت ته اړتيا لري ، د آئي ټي څانګه په تندۍ سره پرمختګ كوي٬ په دې سېلز ټېكس او کېپيټل ګېن ټيکس کمول پكار دي، د شخړو او د ټېكسونو د مسئلو حل لپاره دې دوه كسيزه كمېټي جوړه كړې دې۔ سېنېټر فدا محمد ووئيل هېواد دا مهال مسئلو سره مخ دې د سياسي تړون نه پرته به د هېواد د معيشت بحالۍ او معاشي بحران خاتمې لپاره يو موټې كېدل وي۔ ده ووئيل د ايوان د تقدس احترام ضروري دے٬ صحت او د تعليم لپاره فنډز ډېر كم دي دا دې زيات كړے شي۔ سېنېټر عبدالقادر ووئيل په ماضي كښې د هېواد د استحكام په ځايې د خپل حكومت قوي كولو لپاره پرېكړې وشوې٬ كرپشن٬ بدانتظامي او د برېښنا د غلا كه لاره ونيولې شي نو ګرځېنده قرضې به ختمې شي٬ په هېواد كښې ګرانۍ په تندۍ سره سوا كېږي ٬ معاشي استحكام لپاره به پالېسۍ جوړول وي٬ د ډالر بيعه زياتېدو سره معاشي بحران زياتيږي
متعلقہ مضامین
-
ITP organize road safety workshop
-
IGP for scaling up crackdown on illegal arms dealers
-
IGP for scaling up crackdown on illegal arms dealers
-
In the age of water insecurity
-
SBP committee wants cryptocurrency to be banned in Pakistan
-
Man carries giant python snake: watch most viewed video
-
In the age of water insecurity
-
Last-minute Mozalev takes European Championship lead
-
PM given detailed briefing on Afghan situation during ISI headquarters visit: Fawad
-
COVID 19: Pakistan revises inbound air passengers’ quarantine policy
-
PM given detailed briefing on Afghan situation during ISI headquarters visit: Fawad
-
Two accused nominated in FIR for running raw liquor store