اسلام آباد۔5 اپرېل(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د قومي اسمبلۍ ټولو غړو ته هدايت كړے دے چې د كومو غړو پوښتنې په ايجنډا وي هغوي دې په اسمبلۍ كښې خپل شتون باوري كړي۔ د شورؤ په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې چې څه وخت د پوښتنو دمه پېل شوه نو د يو شمېر غړو نامې سپيكر واخستې خو هغوي موجود نه وو۔ په دې د قومي اسمبلۍ غړو شېخ روحیل اصغر، آغا رفیع اللہ، او میر منور تالپور سپیکر ته ووئيل چې كوم غړي پخپله موجود نه وي نو د هغه په ځايې بايد بل كوم غړي ته د ضمني پوښتنې كولو اجازه وركړې شي۔ په دې سپيكر ووئيل پوښتنه كوؤنكې غړے د خپلې پوښتنې پس منظر څخه زيات خبر وي۔ غړو غوښتنه وكړه چې سپيكر دې په دې اړه رولنګ وركړي۔ د بشري حقونو وزير مياں رياض حسېن پيرزاده ووې چې كوم غړي د پوښتنو دمې په مهال موجود نه وي او وروستو راشي نو د هغوي پوښتنه دې بيا واخستې شي۔
متعلقہ مضامین
-
FIR against Nawaz registered on complaint of a citizen, not state
-
Flour crisis hits parts of Tharparkar
-
TTP again active in Lower Dir?
-
Teachings of Data Ganj Bakhsh (RA) illuminating humanity
-
PEMRA renews license of Virtual University’s TV channels
-
Baldia factory inferno convicts move SHC against verdict
-
AJK Assembly asks UN to help stop India from changing Kashmir’s demographics
-
Opp lacks moral ground to launch anti-govt movement: Shibli
-
Islamabad mayor resigns after ‘losing powers’
-
Promoting exports is imperative for economic stability: Asad Qaiser
-
Promoting exports is imperative for economic stability: Asad Qaiser
-
Experts term pro-active energy management a key requirement for Pakistan in the energy sector