لاہور۔19فروری (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان د بشري خواخوږۍ او خېر ښېګړې تنظيمونو ته په تركيه كښې د مرستې كارروائيو په روان ساتلو د عقيدت پېرزئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د پاكستان د بشري خواخوږۍ تنظيمونه په تركيه او سوريه كښی د خپلو مسلمانانو وروڼو خوئېندو په مرسته كولو كښې وړاندې دي ٬ د پاكستان خېراتي ادارو په تركيه او سوريه كښې د مرستې كارروائيو په كولو د خپل اولس سر وياړ سره پورته كړے دے۔ د وزيراعظم د دفتر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د اتوار په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د تركيې او سوريه زلزله ځپلو لپاره د پاكستان لخوا د مرستې روانو كارروائيو په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د بشري خواخوږۍ تنظيمونو ايدھي ٬ سېلاني او د الخدمت فاؤنډېشن استازو هم ګډون وكړو۔غونډي ته د اېن ډي اېم اے لخوا د تركيه او سوريه زلزله ځپليو له د مرستې كارروائيو او د سامان ترسيل په اړه بشپړه بريفنګ وركړے شو۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن غونډې ته ووئيل چې په تېره غونډه كښې د وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې خېمه ساز صنعتكارو سره مشاورت كښې د في خېمې بيعې او د خېمو تيارۍ لپاره د وخت تعين وكړې شو۔ د راروانې مياشتې تر پايې به حكومت يو لاك خېمې تيارولو سره تركيه ته روانې كړي۔ غونډې ته د بشري خواخوږۍ ادارو مشرانو فېصل ایدھی، د سېلانی ټرسټ مؤسس مولانا بشیر فاروقی او د الخدمت فاؤنډېشن نائب صدر عبدالشکور د خپلو خپلو ادارو لخوا په تركيه او سوريه كښې د مرستې كارروائيو په اړه ووئيل۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې پاكستان څخه لېږونكې ټول سامان دې د اېن ډي اېم اے د لارې ولېږلې شي۔ ده وئيل تركيه او سوريه ته دې د هغوي د ضرورت له مخې سامان ولېږلې شي۔ وزيراعظم ووئيل دا خبره دې باوري كړې شي چې د مرستې كارروايۍ دې منظم او د مرستې سامان دې معياري وي۔ وزيراعظم اېن ډي اېم اے ته د مرستې د سامان سپلائي چېن مضبوطولو او مستحكمولو او راروانې مياشتې لپاره د مرستې سامان او كارروائيو په اړه د بشپړه تګلارې وړاندې كولو هدايت وكړو۔ غونډه كښې د بشري خواخوږۍ ادارو مشرانو فېصل ایدھی، د سېلانی ټرسټ مؤسس مولانا بشیر فاروقی ٬ د الخدمت فاؤنډېشن نائب صدر عبدالشکور٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي ٬ په تركيه او سوريه كښې د پاكستان سفيرانو ٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Economic growth through infrastructure development
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Now time for Pakistan and Afghanistan to define a new vision: Dr Abdullah Abdullah