اسلام آباد 05جنوري (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه د ملګرو ملتونو ذمه واري ده چې هغوي د مقبوضه جمو كشمير اولس د خپلواكۍ حق لوظ ترسره كړي٬د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوند قراردادونو له مخې د كشميريانو د خپلواكۍ حق سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ به روان ساتلې شي۔د حق خوداراديت ورځې په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل چې نن د ټولې نړۍ كشميريان د ملګرو ملتونو د هند كمېشن او د پاكستان(يو اېن سي آئي پي)منظور شوې قرارداد 74مه سالګره لمانځي چې پكښې دا شرائط اېښودلې شوي ؤ چې د جمو كشمير د شخړی پريكړه به د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ كښې په جمهوري ډول د آزادانه او غېر جانبدارانه استصواب رائے د لارې كولې شي٬دا د كشميريانو د د خپلواكۍ حق پخلې ؤ كوم چې په نړيوال قانون كښې درج دې او نړيوالو بشري حقونو ادارو دا په ځاې ساتلې دې۔ ده ووئيل چې د افسوس خبره دا ده چې هند د جمو كشمير بې ګناه اولس حق ضبط كړې دې٬هند په كشميريانو د ظلم او بربريت لړۍ روانه ساتلې او د هغوي رائے بدلولو لپاره د بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي۔ده ووئيل چې پاكستان به د بهادر كشميري اولس د هغوي عزت او حقوق پشمول ناقابل تنسيخ حق خورادايت منصفانه هلو ځلو كښې د ملګرو ملتونو سېلامتي كونسل اړوند قراردادونو له مخې د هغوي بشپړه سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي
متعلقہ مضامین
-
Need to understand Iqbal greater than ever
-
Yasmin inaugurates corona vaccination centre
-
World Science Day for Peace to focus on climate change issues
-
‘KP government to take on dengue’
-
Need to understand Iqbal greater than ever
-
Senate body questions conduct of MDCAT exam
-
NCOC all praise for stakeholders in tackling corona
-
NCOC all praise for stakeholders in tackling corona
-
Indian mindset greatest hurdle to peace in region: Imran
-
COAS lauds HIT efforts to attain self-reliance
-
Somalian envoy commends PAF’s professionalism
-
FM reassures Pakistan’s support to Azerbaijan