اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي عمران نيازي اېبسلوټلي فراډ، منافق، فارن فنډډ دے، اولس دې د ھغه د فراډ نه ځان اوساتي٬ د ھغه شخصيت په دروغو آډانه دے٬ صدر مملكت هم ھغه دروغژن ګرځولے دے۔/ د نهې په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال وفاقي وزېرې ووئيل عمران نيازي هر وخت دروغ وائي٬ د ھغه كار يواځې دروغ وئيل او د ھغې تلقين كول دي ، دې ووئېل د عمران نيازي شخصيت د دروغو نه جوړ دے۔ ٬ كله چې ترې پوښتنه وشي نو د نورو نه پوښتنې كول شروع كړي٬ كله چې د ممنوعه فنډنګ پوښتنه وشي نو وائي چې نورو ګوندونو ته هم فنډنګ شوے ۔ دې ووئيل په ممنوعه فنډنګ کيس كښې پرېكړه د پي ټي آئي او عمران خان په ضد راغلې ده۔ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل كله چې ترې د غلا پوښتنه وشي نو په نورو د غلا تورونه لګوي٬ د ھغه دا وخت صورتحال دا دے چې “ياد ماضي عذاب هے يا رب، چھين لے مجھ سے حافظه ميرا”۔ دې ووئېل عمران خان څلور كاله د هېواد وزيراعظم ٶ ٬ خپل اختيارات ئې ناجائزه استعمال كړي ٬ سياسي مخالفين بلېك مېل كولو لپاره ئې ناوړه چلولونه چلولي ، د اېف آئي اے د وخت ډائرېكټر ئې د مسلم ليګ ن په قيادت د ځان نه په جوړو كړو مقدمو دائرولو مجبور كړے ؤ۔ وفاقي وزيرې ووئيل عمران نيازي خو شهباز شريف دوه ځله ګرفتار كړے ؤ ٬ دوي ئې په کوټ لکھپت او اډياله زندانونو كښې ساتلې وؤ خو د دوي په ضد ئې كوم ثبوت وړاندې نه كړے شو ۔ دې ووئيل عمران نيازي خپل قد زياتولو او خپل سياست كولو لپاره په نواز شريف، شهباز شريف او مريم نواز تورونه لګوي٬ دا ھغه فنتنه ده چې څلور كاله ئې په دې هېواد حكومت كړے او د تحقيقات نه غېر به ئې سياسي مخالفين ګرفتارول۔ د پرېس کنفرنس په مهال د عمران خان دوه ويډيوز هم وړاندې كړے شول ٬ په يوه وېډيو كښې عمران خان د وزيراعظم او د وزيراعظم هاﺅس د ټيليفون ټيپ كولو په حق كښې وائي چې دا پروټيکشن لپاره دي، د ھغې د قانوني جوړولو هڅه كوي او په بله وېډيو كښې يوټرن اخلي او د ھغې مخالفت كوي٬ دې ووئېل د عمران نيازي په وېډيو كلپس كتلو عقل خېرانېږي چې دا د پاكستان په 75 كاله په تاريخ كښې وړومبے وزيراعظم ٶ چې د وزيراعظم آفس او د وزيراعظم ريکارډنګ ئې قانوني ګرځولو۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل كه زمونږ مقصد سياسي انتقام اخستل وٶ نو عمران نيازي به په 13م اپرېل ګرفتار شوے ؤ ، عمران نيازي پخپل دور كښې د سياسي انتقام د لارې خلق د كېسونو نه غېر ګرفتار كړي وو۔ دې ووئيل د عممران نيازي په ضد موجوده كېسونه د څلورو پنځو مياشتو په انوسټي ګېشنز جوړ شوي٬ په ممنوعه فنډنګ كښې د الېكشن كمېشن پرېكړه راغلې٬ د دغې د تحقيقاتو نه پس اقدامات د قانون له مخې پورته كړې كېږي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقي وزېرې ووئيل د ميډيا ورکرز د نتخاګانو ادا كولو په اړه كمېټي جوړه كړې شوې ، د نوائے وقت د ملازمانو مسئلو ته به هم ګورو٬ كمېره مېنان به زياتې سره مخ كېدو له ورنه كړو۔
متعلقہ مضامین
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
CM reviews progress on economic zones project
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
NAB to summon Maulana Fazl in assets beyond means inquiry