اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي)پاكستان او المان د تجارت او سرمايه كارۍ پشمول د دوه اړخيزه شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د مرستې زياتولو د عزم پخلے كړے او المان د سېلاب ځپليو كسانو مرستې لپاره پاكستان ته د بشپړه مرستې باور وركړے ۔د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل سره د شورو په ورځ په پاكستان كښې د المان سفير الفرډ ګراناز ملاقات كړے۔وفاقي وزير د المان سفير ته په پاكستان كښې په نوې ذمه وارو مباركي وركړه او د هغه لپاره يې د نيكو هيلو هيلو څرګندونه وكړه۔د خزانې وفاقي وزير د پاكستان او المان ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو رڼا واچوله۔ده ووئيل پاكستان المان سره خپلو اړيكو په خاص توګه تجارت ٬سرمايه كارۍ او د معيشت په څانګو كښې مرستې ته ډېر اهميت وركوي۔د خزانې وزير په هېواد كښې د كاروبار او غېر ملكي سرمايه كارۍ كښې د اضافې لپاره د موجوده حكومت لخوا د پورته كړو ګامونو څخه هم خبر كړو۔د خزانې وفاقي وزير د المان سفير په پاكستان كښې د اوسنو بارانونو او د سخت سېلاب له امله د ځاني او مالي زيان په اړه هم خبر ك۔ سفير د پاكستان سره په بېلو څانګو په خاص توګه اقتصادي او تجارتي اړيكو كښې د خوښۍ او د المان سفير د اوسني سېلاب له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس او يووالي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل المان به د مرستې په كاروائيو كښې پاكستان ته مرسته وركوي
متعلقہ مضامین
-
Sustainable economic growth to be ensured by achieving set targets: Farrukh
-
Pakistan urges int’l support to enable middle-income countries achieve sustainable development goals
-
Imran Khan has destroyed people of Pakistan, says Shahbaz
-
Fawad hopes PML-N leadership enjoyed good tourist spots in Swat
-
15 million doses of Covid vaccines to reach Pakistan in July
-
SSC 2021: Exam papers fail to reach several centres
-
Balochistan MPAs call-off sit-in outside police station
-
45 killed in Philippine military plane crash
-
Uzbek envoy calls on Interior Minister, reviews progress on visa agreements
-
Sharjeel Memon’s interim bail plea accepted
-
SHC summons director NAB Sukkur in bail hearing of Khursheed Shah
-
SHC releases salaries of Chief Minister Sindh and others