اسلام آباد۔06جولائی(اے پی پی) خارجه چارو لپاره د قامي اسبملۍ قائمه كمېټۍ غونډه د جولائي په 8 مه نېټه كېږي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د قائمه كمېټۍ دا غونډه به ان كېمره وي۔ د خارجه چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن ملك محمد احسان الله ټوانه به د غونډې مشري كوي۔ غونډه كښې به د كمېټۍ تېرو سپارښتنو رپورټ او عملدرآمد جاج اخستلے شي۔ په دې مهال به د افغانستان په روانه وضعه او د امريكائي پوځ ستندو اعلان نه ورروستو په رامخې ته شوي صورتحال غور كولې شي۔ غونډه كښې به د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په شمول د كمېټۍ غړي او اړوند چارواكي ګډون كوي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ