اسلام آباد 06 اپريل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي چې اپوزېشن دې راشي او په اسمبلۍ كښې دې د انتخابي او عدالتي اصلاحاتو پشمول د هېواد په ټولو مهمو مسئلو ښكاره خبره وكړي٬ بشپړه موقع به وركولې شي۔ د نهې په ورځ په صوابۍ كښې د ډسټركټ بار اېسوسي اېشن سوګند پورته كولو دستورې ته په خپل خطاب كښې اسد قيصر ووئيل چې اپوزېشن چې څومره ورځې پھ كومه هم مسئله خبره كول غواړي موقع به وركولې شي ځكه چې د اسمبلۍ نه ښه دې كار لپاره بل كوم ځاې نشته۔ ده ووئيل چې بې شك هند سره د تجارت او كه د ګرانۍ معامله يا انتخابي اصلاحات وي، دوي ته به د اسمبلۍ په فلور بشپړه موقع وركولې شي
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia