رضی الدین رضی
ترجمه: ډاكټر واحد الله ايوب الازهري
بابر بادشاہ پخپله يو ځانګړے خطاط ؤ۔ هغه د خطِ نسخ نه خطِ بابري جوړ كړے۔ د بابر د شاګردۍ لړۍ مير علي تبريزي ته رسي۔ د جهانګیر په دور كښې يو نوموړي خطاط عبد العزيز ملتاني قرېشی د كمال لرونكې خطاطۍ په سبب په جهانګير باچا ډېر اثر لرلو۔ میرملا قیوم قندھاري ثم ملتاني د خپل ژوند وروستۍ شپې ورځې د خطاطۍ فن ته وده وركولو له ملتان كښې تېرې كړې وې۔ د شاہ جهان په دور كښې چې د سلطان محمود قرېشی ملتاني د لاس ليكلي ځينې خطونه شاہ جهان باچا وليدل نو هغه د ملتان نه خپل دربار ته وبللو خو هغه بيا ملتان ته لاړو او د ملتان خلقو ته ئې د خپل فن منتقل كولو سلسله روانه وساتله۔ د نعمان بن سعید انصاري هراتي ثم ملتاني ليكلې كاشي په كوفي خط كښې نن هم د زوړ ملتان په ځينې جوماتونو كښې موجود دي۔ د اكبر په دور كښې ملا قديم بن حسن ملتاني د اكبر بادشاه په خاص كاتبانو كښې ؤ۔ په دغه دور كښې د مير عبد الله ملتاني د خوشخطي تذكره تر ډيلي رسېدلې وه۔
په ملتان كښې په 13 مه صدۍ كښې ډېر خطاطا پېدا شوي ۔ د نواب مظفرخان شهید په ګورنرۍ كښې د خطاطۍ فن په ملتان كښې ډېر تقويت موندے ۔ حضرت حافظ جمال چشتی ملتاني ،حضرت خواجه خدا بخش چشتي ملتاني ،حضرت منشي غلام حسن شهید ملتاني او د حضرت پیر دلیر قادري ملتاني په ډول بزرګانو دا فن عام كړے۔ مظفرخان شهید په خپله يو ښكلے خط ليكونكے او د خطاطۍ فن د ټولو اصولو نه خبر ؤ۔د حضرت سید عبدالنبي ملتاني شهید نامه يوازې د جنګ آزادۍ نه بلكې د اعلی ذوق خطاطۍ له امله مشهوره وه۔ مخدوم عبدالهادي مولانا قاضی نور مصطفی قریشي شهید ملتاني، علی مردان قادري ملتاني ،حضرت قاضی عبیداللہ چشتی ملتاني ،خواجه خدابخش ملتاني او سید جلال الدین ملتاني خپلو مريدونو او ملګروته د خطاطۍ فن منتقل كړے۔ د دوي نه بس ملتان كښې د خطاطۍ فن عروج ته رسېدلے ۔ په دې كښې د محمد حسن خان کلیم رقم نامه د هېرولو نه ده۔ د هغه زوے ابن کلیم هم د ملتان نوموړے خطاط دے۔ د ابن کلیم خطاطی بېل ډول وه۔ هغه د خط بابري تصحيح كولو سره خط رعنا ايجاد كړے۔ هم دغې ځانګړتيا د نوي دور خطاطي بام ته رسولې ۔ استاد سلیم چشتي ملتان كښې د استاد غلام جیلاني شاګرد ؤ ۔ هغه د برصغير د خطاطانو نه استفاده كړې ۔ په ملتان كښې د خطاطۍ په لړكښې يوه معتبره نامه د علي اعجاز نظامي وه۔څوك چې په بنيادي توګه يو مصور ؤ۔ هغه ملتان كښې مصورانه خطاطۍ ته وده وركړې۔ د راشد سیال شمېره په هغه خطاطانو كښې كېږي كومو چې د كمپيوټر او خطاطۍ ترمينځه همغږي رامخې ته كړې۔ د هغه د خطاطۍ يو شمېر ننداتونونه هم شوي۔ ګويا د ملتان خاوره دا درناوے لري چې د خطاطۍ فن اعلی قدرونو خيال دلته ساتلے شوے او نن هم ساتلے كېږي۔
د ملتان پخوانو ودانيو په ورونو او دېوالونو د كتبو په صورت د خطاطۍ چې كومې نمونې ليدلې شي د هغې نه دا اندازه لګي چې ملتان كښې دا روايت څومره پخوانے دے۔ د ملتان نقاشانو ٬كاشي كارو او كنګريانو هم د خطاطۍ اعلی روايت محفوظ ساتلو كښې كردار ترسره كړے۔د حضرت بهاﺅالدین زکریا خانقاہ ته د ننوتلو په وخت د 7 محرابونو يوه برآمده مخامخ تر نظره كېږي۔ په دغه محرابونو د ملتاني روايت كاشي كارۍ ٬ نقاشۍ او خطاطۍ په زړه پورې نمونې موجود دي۔ دغسې د حضرت شاہ رکن عالم مزار يو محراب خپل مثال پخپله دے۔ د دې محراب په تندي پلنې او نېغې پټۍ لګېدلي په كومو چې ښي اړخ نه آیة الکرسی په زيات ښكلي ډول خط ثلث اوکوفی كښې ليكلې شوې۔ د ملتان د پخوانو جوماتونو په دروازو ٬ دېوالونو محرابونو او منبرونو د خطاطۍ فن داسې نمونې موندلې شي چې كتونكي ورته ګوته په خله پاتې كېږي۔ نواب علی محمد خان د ابدالی په دور كښې د ملتان ګورنر ؤ۔ په چوک بازار كښې د هغه په نوم جومات دے۔ د دغې جومات په دېوالونو خط نستعليق كښې د فارسۍ شعرونه لېكلي شوي۔ د اتلسمې پېړۍ په پېل كښې د مغلو حكومت لخوا عبدالصمد خان د ملتان ګورنر شو نو هغه د ملتان عيدګاه جوړه كړه كومه چې تر نن ورځې د هغه ياد راتازه كوي۔ د عیدګاہ په بهرنۍ دروازه په زيات زړه راكښونكي نستعلیق خط كښې د دې جومات يادګاري كتبه تر اوسه موجود ده۔
نوموړے خطاط راشد سیال د تېرو 35 كلونو نه دې فن سره تعلق لري۔ هغه خپل سفر د ښكلي خط نه پېل كړو او بيا د خطاطۍ د لارې ټوله نړۍ ته د هغه نامه لاړه۔ هغه د خطاطۍ كمپيوټر سره همغږي پېدا كوؤنكو د ملتان اولنو فنكارونو كښې شمېرلے شي۔ د راشد سیال د فن نندارتونونه د پاكستان په شمول د نړۍ يو شمېر هېوادونو كښې شوي ۔ اے پی پی سره خبرو كښې هغه ووئيل ما د قرآن پاک هم خطاطي كړې او په جوماتونو مې هم كار كړے۔ تر دې دمه ما د 4 زره نه زيات جوماتونه د قرآني آيتونو په خطاطۍ ښائسته كړي ۔ هغه ووئيل زه خپلو بچو ته هم دا فن ښائم۔ هغه ووئيل دا فن اوس خطرو سره مخ دے۔ لكه څنګه چې مشينانو ډېر هنرونه ختم كړل دغسې دې فن ته هم خطرې پېښې دي۔ مونږ د څو ورځو په خوارۍ فن پارې جوړوؤ٬ هغه زمونږ د كور نغرے هم ګرم نه شي ساتلے۔ ضرورت د دې خبرې دے چې حكومت په خپله د دې فن نګراني وكړي ګني نو څنګه چې نور فنون ختم شوي داسې به خطاطي هم ختمه شي۔
ملتان كښې د كاشي كارۍ اوس يوه كورنۍ كار كوي ۔ يوه زمانه وه چې كله ملتان كښې د كاشي كارو په نوم يوه محله آباده وه۔ محله کاشی ګراں دننه ښار كښې موجود ده خو دغلته اوس كاشي ګر نه پاتې كېږي۔ د محمد واجد کاشي کار شمېره د دغه ښار په نوموړو كاشي ګرو كښې كېږي۔د هغه كورنۍ د 7 نسلونو نه دې فن سره تعلق لري۔ دا مهال د دغې كورنۍ 10 نه تر 15 كسان دا كار كوي۔ هغه ووئيل زه د لسو كالو عمر نه دې فن سره پاتے شوے يم۔ زما پلار الله ډيوايا زما استاد ؤ۔ محمد واجد ووئيل زمونږ كورنۍ محمد بن قاسم سره ملتان ته راغلې وه۔
هغه ووئيل په كوټ مټھن كښې د خواجه غلام فرید ، ملتان كښې د بهاء الدین زکریا او شاہ رکن عالم په شمول بېلو مزارونو كښې زمونږ مشرانو كاشي كاري كړې ۔ دغسې په اوچ شريف كښې د بی بی جیوندې په مزار هم زمونږ د كورنۍ كار موجود دے۔ هغه ووئيل ماته د مزارونو د ښكلو كولو او بيا رغونې بلنه راكولې شي ولې چې اوس دې فن سره كومه بله كورنۍ تړون نه لري۔ هغه زياته كړه چې د ملتان او اسلام آباد په هوائي مېدانونو هم زما د كاشي كارۍ نمونې موجود دي۔ (په مننه د اے پي پي)