اسلام آباد 05 فروري(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو و فاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې په نننۍ ورځ د پاكستان اولس خپلو كشميريانو وروڼو سره د يو والي څرګندونه كوي او د دې لوظ پخلې كوي چې پاكستان به د جمو كشمير د اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د دوي سياسي٬سفارتي او اخلافي ملاتړ روان ساتي۔د هند ظلمونو٬پوځ كشۍ او د جبر او استبداد په ضد مونږ خپلو كشميري وروڼو سره يو او دوي سره به تل ولاړ يو۔د كشمير يو والي ورځې په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د جمو او كشمير شخړه د تقسيم هند نامكمل ايجنډا ده خو هند په كال 2019م كښې د اګست په پنځمه نېټه يو اړخيزه او غېر قانوني اقدام كولو سره د فرورۍ د پنځمې نېټې اهميت لا زيات كړې۔ده ووئيل چې بې ګناه او مظلوم كشميرې اولس د تېرو 7 لسيزو نه د هند غېر انساني سلوك سره مخ وو٬اوس د تېرو 18 مياشتو نه پرله پسې پوځي محاصرې٬مواصلاتي بندېزونو او د مېډيا بليك آؤټ پشمول بدتره بندېزونو سره مخ دے او په نړۍ كښې يې مثال نشته۔ده ووئيل چې مهذب نړۍ ته به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د دوي جائز حق وركول وي۔وزيراعظم عمران خان كشميريانو سره ولاړ دې او په نړيوالو فورمونو يې د مظلومانو په حق كښې غږ پورته كړی۔ده ووئيل چې پاكستان به د كشميريانو٬اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي
متعلقہ مضامین
-
Another Congo fever case reported at JPMC
-
Hashoo Group holds job fair in Swat
-
Three accused apply for plea bargain in fake accounts case
-
Air chief meets military command of Poland
-
Air chief meets military command of Poland
-
Three accused apply for plea bargain in fake accounts case
-
Hamza’s remand extended by 10 days
-
APNS strongly rejects proposed media courts
-
CPNE says ‘no’ to media courts
-
Court summons Zardari, 17 others on Aug 19 in Park Lane reference
-
Don’t ‘overpromise’ on Afghanistan, Bilawal warns govt
-
Government plans to set up Media Courts