اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال مرزا شهزاد اكبر وئيلي دي چې شهباز شريف په برتانيه كښې د مقدمې كولو په ځائ ډېلي مېل ته شكايت كړے٬ كوم خبريال چې خبر وركړے هغه اوس هم په خپل خبر ولاړ دے٬ كه شهباز شريف ريښتينې وي نو عدالت ته دې لاړ شي ٬ بيا به زه هم هغه عدالت ته تللو سره د هغه د كرپشن ټول ثبوتونه وړاندې كړم۔ د اتوار په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې د شهباز شريف په ضد په ډېلي مېل ورځپاڼه كښې چې كوم خبر چاپ شوے و٬ په دې لړ كښې د تېرو 36 ساعتونو په مهال نور اپډېټس هم راغلي دي كوم چې مېډيا ته وړاندې كول غواړم۔ ده ووئيل چې د خبر چاپ كېدو نه پس شهباز شريف قوم سره لوظ كړے و چې د وزيراعظم او زما په ضد به قانوني كارروائي كوي۔ ده ووئيل چې د اېرا په فنډ كښې ډاكه اچولو سره علي عمران ته ګټه رسول شوې٬ دوه كاله د دې مقدمې پېروي نه ده شوې او په كال 2018م كښې شهباز شريف خپل زوم ته د تېښتې لار وركړه۔ ده ووئيل چې مسلم ليګ ن د جولائي په 25مه نېټه ادعا كړې وه چې دوي په برتانيه كښې مقدمه دائر كړې خو د هغه ځائ نه خبرپاڼه جاري شوې چې شهباز شريف يوازې ورځپاڼې ته شكايت كړے۔ ده ووئيل چې كوم خبريال چې خبر وركړے هغه اوس هم په خپل خبر ولاړ دے٬ كه شهباز شريف ريښتينې وي نو عدالت ته دې لاړ شي ٬ بيا به زه هم هغه عدالت ته تللو سره د هغه د كرپشن ټول ثبوتونه وړاندې كړم ځكه چې په ورځپاڼه كښې يوازې 5 فيصده ليكل شوي دي او 95 فيصده تفصيلات ما سره دي۔ ده ووئيل چې زه لندن ته تللو ته تيار يم٬ زه باور لرم چې دوي به د لندن عدالت ته لاړ نه شي۔
متعلقہ مضامین
-
First spell of pre-monsoon rain in Karachi from today
-
Dr Aamir Liaquat’s body to be exhumed on June 23 for autopsy
-
CM Hamza orders to launch ‘Attractive Murree’ project
-
WASA on high alert to cope with urban flooding
-
COAS inquires after Daniyal Aziz at CMH
-
Govt to provide foolproof security to all foreigners: IG Punjab
-
Kashmiris take freedom battle to UN rights headquarters in Geneva
-
Previous govt postponed projects due to incompetence, hatred: CM
-
Pakistan slams extra-judicial killing of four Kashmiri youth
-
Opposition to ‘tradition’ of ordinances echoes in NA
-
SC rejects PTI’s Sindh LG polls plea
-
Moonis Elahi granted interim bail till July 4