اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د اوسني حكومت زياتو هلو ځلو څخه نړۍ نن پاكستان ته د ډېر مهم هېواد په حېث ګوري كوم كښې چې د ستراتېژك او سرمايه كارۍ موقعو موجود دي٬ انشاء اللہ ز مونږ هېواد به ډېر زره پرمختګ او سوكالۍ سره مخ شي۔ ده دا خبرې د پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) سره د تعلق لرونكو سناتورانو سره خپل چېمبر كړې۔ د ملاقات په مهال سناتور شبلي فراز، نعیم الحق او سناتور فېصل جاوېد هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال سېنېټ كښې د پارلمان او قانون سازۍ په بېلا بېلو چارو او په خاص توګه د بجټ تجويزونو چارو په اړه خبرې كړې۔ وزیراعظم د سېنېټ په چارو كښې دوي د غړو د كردار پحقله د خپل ژون نه خبر كړل۔ وزیراعظم ووئيل اولس پارلماني غړي د خپلو حقونو او هيلو د ترجمان په حېث ليدل غواړي ٬ غړي چې كله د اولس غږ پورته كوي نو د اولس ډاډګيرنه كېږي۔ وزيراعظم سره په ملاقات كوٶنكو سناتورانو كښې شهزاد وسیم، اعظم خان سواتي، فدا محمد، لیاقت خان ترکئۍ، محسن عزیز، ثمینه سعید، سیمی ایزدی، ډاکټر مهر تاج روغانی، محمد ایوب آپریدی، ولید اقبال، نعمان وزیر خټك، بریګیډیئر (ر) جان کینیتھ ولیمز، هدایت اللہ خان، مزرا محمد آپریدی، سجاد حسین طوری او اورنګزېب خان شامل وو۔
متعلقہ مضامین
-
PIA likely to resume Skardu flight from three cities by June end
-
Malik Shahadat Awan assumes charge as State Minister for Law and Justice
-
Pakistan keen to emulate China’s development reforms in trade, IT, agriculture: PM
-
Malik Shahadat Awan assumes charge as State Minister for Law and Justice
-
Hajj Monitoring System launched for prompt resolution of intending pilgrims’ complaints
-
IHC seeks affidavit from Mir Shakil in controversial advertisement case
-
Patel orders uninterrupted supply of controlled drugs in hospitals
-
Pakistan, Turkey support each other on all core issues: PM
-
Baligh takes oath as Punjab governor
-
Motorbikes companies increases prices again
-
Baligh takes oath as Punjab governor
-
Baligh takes oath as Punjab governor