اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د موسمياتي بدلون سلاحكار ملك امین اسلم وئيلي دي چې هېواد كښې په پولوشن قابو موندلو ٬ د اېندهن درآمدي بل كښې كمې راوستلو او ګرين اكانومي ته د ودې وركولو په لړ كښې تر كال 2030 به 30 فيصده ګاډي په برېښنا منتقل كړې شي٬ په دې لړ كښې به الېكټرانك وهيكل پاليسۍ ته به په راتلونو 15 ورځو كښې حتمي شكل وركولو سره كابينې ته منظورۍ لپاره وړاندې كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې ماحولياتي بدلون لپاره د وزيراعظم د كمېټۍ غونډې د پرېكړو په اړه ميډيا ته بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل اسلام آباد كښې به د 14 اګست كال 2019 څخه د پلاسټك بېګز په استعمال بشپړه بندېز ولګولې شي٬ اولس لپاره ګرين ركشه سيكم هم معرفي كولې شي۔ په غونډه كښې اړوند وزيرانو٬ اعلٰې صوبائي وزيرانو ٬د آزاد جمو كشمير وزيراعظم او د ګلګت بلتستان اعلٰي وزير هم ګډون وكرٶ۔ ده ووئيل په غونډه كښې د ماحولياتي خيرانتيا په مسئلو او په دې د قابو موندلو پحقله په پورته كړې شويو بېلا بېلو اقدامات غور وشو۔ ده ووئيل نړۍ كښې دا مهال ا الېكټرانك ګاډو رجحان وده كوي٬ 7 فيصده هېوادونه الېكټرانك ګاډي كاروي٬ د دې عمل نه پاكستان بهر ٶ ٬ ده ووئيل مونږ دا پرېكړه كړې چې د خپل ټرانسپورټ بدلونو دا سم وخت دے٬ ده ووئيل د الېكټرانك ګاډو ودې سره به كوم ځائ چې د تېلو په درآمد كښې كمې راشي هلته به په ماحولياتي زيان قابو موندلو كښې هم مرسته ترلاسه شي او دې سره سره به د سرمايه كارے او روزګار نوې موقعې هم ترلاسه شي۔ ده ووئيل وزيراعظم امر كړې دې چې الېكټرانك وهيكل پاليسۍ ته دې په راتلونو 15 ورځو كښې حتمي شكل وركولو سره كابينې ته منظورۍ لپاره وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل د پاليسۍ پحقله تحقيقي كار
متعلقہ مضامین
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
IHC seeks report on FIRs against journalists
-
People cannot be left at mercy of ‘miscreants’
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
Long march ‘test’ for judges and ‘neutrals’
-
Saudi Arabia expands US$3b deposit to Pakistan
-
PTI all set for ‘Azadi March’ towards Islamabad amid blockades
-
MPs panel approves ECP members from Punjab, KP
-
CS Balochistan for vaccination of children coming from Afghanistan
-
Yasin Malik’s imprisonment can’t dampen Kashmiri spirit for freedom: DG ISPR