اسلام آباد ۔ 28 اپریل (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان سره د چين نوموړو كاروباري شخصياتو ملاقات وكړو او ده ته ئې پاكستان كښې په لويه كچه نجي څانګه كښې د سرمايه كارۍ كولو باور وركړو۔ د پاکستان او چینائي كمپنيو ترمينځه د مفاهمت په 14 نوې يادښتونو لاس ليك هم وكړې شو۔ وزیراعظم عمران خان د نړۍ لويې كمپنۍ هواوے چیف اېګزېکټو سره هم ملاقات وكړو۔ د كمپنۍ مؤسس باور وركړو چې هغه پاكستان كښې د لويې سرمايه كارۍ كولو منصوبه لري۔ كمپنۍ وړاندې نه سيمه ايز سروس په ځائې كړې دې په كو كښې چې 600 نه زيات آئی ټی پروفېشنلز كار كوي۔ دغسې وزيراعظم د رېنبو اېګریټېک ګروپ، چېلنج اپارل، لی اېنډ فن کارپورېشن او د فوټون کارز چیف اېګزېکټو آفسرانو سره هم ملاقاتونه وكړل۔ وزيراعظم د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ته هدايت وكړو چې چينائي كمپنيو ته په ترجيحي بنيادونو آسانۍ وركول باوري كړي۔ د وزیراعظم د تجارت او انډسټري مرستيال عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف دې ملاقاتونو كښې د وزيراعظم مرسته وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
IHC seeks report on FIRs against journalists
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
People cannot be left at mercy of ‘miscreants’
-
IHC seeks report on FIRs against journalists
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
No country can develop unless giving opportunities to women: Marri
-
Long march ‘test’ for judges and ‘neutrals’